
د بدخشان جرم ولسوالۍ کې د فرغامیرو سیمې اوسېدونکی عیانالدین سلام وطندار ته وویل، په طالبانو د افغان ځواکونو د بریدونو زیاتېدلو پایله کې ملکیانو ته پر مرګژوبلې اوښتو سربېره د سیمې اوسېدونکیو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي او د دې ۴۰۰ کډه شویو کورنیو غړي په بد وضعیت کې ژوند کوي.
د ده په وینا، د عملیاتو له پیل راهیسې تراوسه ۷ تنه ټپیان شوي او ۱۷ ټپيان شوي، تر ۵۰۰ پورې څاروي وژل شوي، ۲۰۰ کورونه وران شوي او ۴۰۰ کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوېدي.
د عیانالدین په خبره، په ورانو شویو ودانیو کې یو ښوونځی او درې جوماعتونه هم شامل دي.

د جرم ولسوالۍ د فرغامیرو سیمې کډوال چې بهارک ولسوالۍ ته ستانه شوي؛ وايي چې له ۷ ورځو راهیسې د کورنۍ د نورو غړیو له برخلیکه ناخبره دي.
د جرم ولسوالۍ یو بېځایه شوي وګړي سیدولي وویل چې څو ورځې مخکې خپلو کلیوالو روغتون ته وړی او د ډېرې کډوډۍ له امله له خپلې کورنۍ نهدی خبر.
لهدې سره د بدخشان امنیې قوماندان عبدالخالق اقسای وايي، طالبان د خلکو له کورونو په امنیتي ځواکونو ډزې کوي او د دغې وضعیت دوام لامل شویدی چې خلک د امن ځایونو په لټه کې شي.
د بدخشان امنیې قومندان په خبره، طالبان پهدې کار سره هڅه کوي چې د سیمې خلکو پهواسطه د عملیاتو له دوام مخنیوی وکړي.
د بدخشان امنیتي ځواکونه وايي، یوه اوونۍ کېږي چې له لاسه د وتلو سیمو د بېرته نیولو لهپاره د جرم ولسوالۍ یو شمېر برخو کې چاڼیز عملیات پیل شوي او د طالبانو تر ځپلو پورې به دوام پیدا کړي.





