
د مرکزي احصایې ادارې شاوخوا ۱۲۰ کارکوونکیو د دې ادارې لهخوا د دوی د ګوښه کېدو په غبرګون کې په اعتراضیه ډول د مرکزي احصايې ادارې دروازه وتړله.
معترضان دعوه کوي چې د مرکزي احصايې ادارې رییس د ارګ د حکم خلاف دوی له دندو ګوښه کړي او پرځای يې نور کسان ګومارلي دي.
دوه معترضان رمضان حیدري او زرغونه ژکفر وايي چې د مرکزي احصايې په پټه د تېرکال په مرغومي کې د ارګ ۵۶۵ شمېرې صادر شوي حکم پر بنسټ په دې ادارې کې د ۲۵۰ بستونو په کمیت دوه نوي معاونیتونه جوړ شويدي.
د دغه حکم پر بنسټ د ۱۳۹۶ کال تشکیل هم باید د مرکزي احصايې ادارې ۱۳۹۷ مالي کال په تشکیل کې شامل شي.

د معترضانو په وینا، د دوی لېرې کول د ارګ د حکم خلاف دي او تر هغو چې د مرکزي احصايې ادارې مسوولان د دوی غوښتنو ته ځواب ونه وايي؛ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.
د مرکزي احصايې ادارې جغرافیوي معلوماتو انسجام معاونیت کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې د دې ادارې مشرتابه دغه کارکوونکي د ولسمشر د حکم خلاف تنقیص کړيدي او پرځای يې ۱۵۰ نوي سلاکاران په لوړو NTA معاشونو ګومارلي دي.
د معترضانو د ادعا په اړه مو د مرکزي احصایې ادارې د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.





