
د دې ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، دا پېښه د انجیل ولسوالۍ په کارته ګلخانه سیمه کې تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.
هغه وویل، وژل شوې مېرمن ۴۲ کلنه وه او زیاتوي، د دې مېرمنې مېړه په نشو روږدی دی او له پېښې وروسته تښتېدلی دی.
د ښاغلي ولي زاده په خبره، د پېښې په اړه پولیسو څېړنې پيل کړي دي او تراوسه د قتل انګېزه معلومه نه ده.
درې ورځې مخکې هم د هرات ښار په کرباس حوزه کې یو سړي خپله مېرمن په ګولیو ویشتلې وه.





