برېښنا شرکت: د برېښنا بیه ۲۵ سلنه لوړه شوې

د افغانستان د برېښنا ریاست چارواکي وايي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د نرخ لوړوالي له امله د برېښنا بيه ۲۵ سلنه لوړه شوې ده.

د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن یک شنبه (می ۱) په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د وري میاشتې له پیله د بریښنا یو کیلوواټ بیه ۵۰ پوله چې ۲۵ سلنه کیږي لوړه شوې.

تردې مخکې د یو کیلوواټ بریښنا عادي مصرفونکي باندې په دوو افغانيو ورکول کېده، خو اوس دا بیه (۲ افغانۍ او ۵۰ پولو) ته لوړه شوې ده. 

توحیدي زیاته کړه، چې د بریښنا په بیه کې  دغه اندازه زیاتوالی ځکه راغلی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه لوړه شوې ده.

د توحیدي پر وینا، که د ډالرو بیه نوره لوړه شي ورسره سم د بریښنا بیه لوړیږي او د ډالر په راټيټیدو سره د بریښنابیه هم را ټیټیږي.

نوموړي وویل: " د بریښنا بیه کې ۲۵ سلنه تفاوت رامنځته شوی، چې موږ کولی شو ووایو، په في کیلو واټ بریښنا کې ۵۰ پوله د تيرکال په پرتله زیاتوالی راغلی او د ۱۳۹۵ کال له وري میاشتې د تطبیق وړ ده یانې دا چې  پخوا  که په دوو میاشتو کې  ۲۰۰ افغانۍ ورکول کیدې اوس به ۲۵۰ افغانۍ ورکوي".

د افغانستان بریښنا شرکت چارواکي وايي، چې د بریښنا بیه بیخي لږه لوړه شوې، خو یو شمیر کابل ښاریان بیا وايي، چې بې وزله خلک ددې کمې بيې ورکړې توان هم نه لري.

د کابل ښار دوه اوسیدونکي محمدي ګل حاجي فضل الحق وايي، چې حکومت باید خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

دوی وايي، چې په پخواني نرخ کې د بیلونو د ورکړې توان نه لري، نو د زیاتېدو په صورت کې خو يې هيڅ وسه نه رسيږي.

افغانستان اوسمهال شاوخوا ۹۰ سلنه بریښنا له ګاوندیو هیوادو واردوي، چې د بریښنا شرکت هر کال ۲۲۰ میلیونه امریکايي ډالره د بریښنا صادرونکو هیوادو ته ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام