
تېره ورځ د ځينو رسنيو له خوا راپور خپور شو، چې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې دوې خویندې په یوه شپه د یو قوماندان ساتوونکي له خوا په زوره نکاح شوي دي.
د دغو خویندو یوه يې، چې خپل مستعار نوم صایمه یادوي رسنيو ته ویلي، کورنۍ یې خپل کلي کې یوه هلک ته ورکړې وه، خو دواده پر شپه یې خپل خاوند پرې تور پورې کړ، چې ګوندې د "بکارت پرده" یې شلول شوې ده.
نوموړې وايي، په همدې پلمه یې د خاوند کورنۍ پلارګنۍ ورغوښتې او د هغې وړه ۱۰ کلنه خور یې په رنجر کې د هغې د پلار له کوره وړې او په نکاح کړې یې ده.
هغې زیاته کړه:" په اوله شپه کې را باندې تور ولګېد، له تور نه وروسته یې زموږ پر کور چاپه واچوله، زما ۱۰ کلنه خور چې موږ بل کور کې کېنولې وه، له هغه ځآیه یې په یو رنجر کې په زور یوړه او زما مور او پلار برمته و، چې د ورځې یې خوشې کړل".
صایمه وايي، د واده یې نیږدې ۲ میاشتې کېږي او هغه اوس په امن کور کې شپې ورځې تېروي.
نوموړې وايي، د خاوند له لوري یې پر هغې د تور پورې کولو نه وروسته نوموړې په شخصي او دولتي معاینو کې پاکه ثابته شوې، خو هېڅوک یې پوښتنه نهکوي.
د هغې پر خبره، په هماغه وخت یې ولایتي ادارې ته عریضه کړې، خو مقابل لوری يې دومره زورور دی، چې د حکومت غږ هم نه اوري.
صایمه وايي، اوس یې کورنۍ او هغې دواړو ته خطره ده او خسرخېلو یې ورته د مرګ ګواښ هم کړی.

هغه خپلو خسرخېلو او خاوند کورنۍ ته د سزا غوښتونکې ده خو وايي، مشر لېور یې قومندان دی او دوی ته یې ویلي، چې هېڅوک هم ترې د هغوی پوښتنه نه شي کولای.
دغه نجلۍ د واده پر شپه طلاقه شوې او په هماغه شپه یې خاوند د دویمې او کشرې خور سره نکاح تړلې.
د دغې نجلۍ پلار نادرخان تېره ورځ یوه خصوصي ټلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي وو، چې د کورنۍ سره یې ډېر ظلم شوی چې زوم یې ننګرهار کې د یوه پخواني جهادي قومندان ساتونکی دی.
هغه وايي، د واده پر لومړۍ شپه د هغې پر لور د پیغلتوب د پرې کېدو تور پورې کړی خو وايي، لور یې پاکه ده.
هغه ویلي وو، چې په هماغه شپه یې کشرۍ لور د ده له کوره په زور وړل شوې او هماغه هلک ته په نکاح شوې ده.
د صایمې په قضیه کې حکومتي ادارې ۱۳ کسه تورن پېژندلي، خو له ډلې یې یوازې ۲ کسه نیول شوي.
د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چې داموضوع څارنوالۍ ته هم تللې ده، چې یو د هلک پلار او یو بل کس چې ډېر تورن پيژندل شوی، نیول شوي او اوس په توقیف کې دي.
هغه وايي، د پاتې نورو ۱۱ کسانو د نیولو امر څارنوالۍ ورکړی او تر تعقیب لاندې دي، چې نږدې ورځو کې به ونیول شي.
بل پلو د ننګرهار د استیناف څارنوالۍ رییس څارونکي احمدولي هاشمي په دغه مسئله کې ۱۵ کسه مسئول ګڼي خو وايي، د هلک پلار او د جنبش په نوم د یوه بل کس دوسیه یې محکمې ته لېږلې، چې ممکن راتلونکو دوو ورځو کې محاکمه شي.
اخوا ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمهییز دفتر مشرې صبرینا حمیدي سلاموطندار سره مرکه کې ویلي، چې د دغې قضیې له پیدا کېدو نه وروسته د صایمې نیکه دوی ته رسماً عارض شوی او دوی هم له ولایتي ادارې، امنیې قومندانۍ، عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کړې، چې دغه مسئله په رڼه ډول وڅېړل شي.
نوموړې وايي، په دغه مسئله کې د ښېوې ولسوالۍ سیمهییز پولیس هم ښکېل دي او له دولتي موترو پهکې هم ګټه اخستل شوې ده.
صبرینا حمیدي وايي، دغه موضوع یې د بشري حقونو مرکزي دفتر سره هم شریکه کړې ده.
د بشري حقونو دغې ادارې ویلي، په دغه قضیه کې د بشري حقونو څخه سرغړونه، په یوه وخت د محرماتو نکاح، اجباري نکاح، په لومړۍ ښځه تورپورې کول، د جنۍ کورنۍ او جنۍ ته د مرګ ګواښ او ځینې نور هغه موارد دي، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.





