
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي، په دې ولايت کې ۲۷۲۴ نالوستي کسان د سواد زدهکړو له پروګرامه فارغ شول.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د سواد زدهکړې د زرګونه زدهکوونکيو د فراغت په ویاړ جوړې شوې غونډه کې د دې ولايت د پوهنې ریاست سرپرست نثار احمد سیدي وویل چې په لوګر کې د ۱۰۲۶ مېرمنو په ګډون ۱۶۹۸ نارینه د سواد زدهکړې له ۹ میاشتني پروګرامه فارغ شوي او هر زدهکوونکي ته د پوهنې ریاست له لوري د ښوونځي د درېيم ټولګي معادل سندونه ورکړل شول.
سیدي له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې د یادو زدهکوونکيو له ډلې ۴۳۸ يې د افغان اېډ موسسې په همکارۍ د سواد زدهکړې ورکړل شوې دي.
په ورته وخت د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په لوګر کې د اقتصادي او د جکړو له کبله د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي له زدهکړو بې برخې شوي دي.

له فارغو شويو ښځینه زدهکوونکې ملاخېله او ګلبشره چې ۹ میاشتې د سواد زدهکړې يې تر لاسه کړي خوښي څرګندوي او وايي چې د سواد زدهکړې په عملي شوي پروګرام کې ډېر څه زده کړي او کولای شي چې لیک لوست وکړي.
د لوګر د پوهنې ریاست او افغان اېډ موسسه په داسې حال کې د څه باندې ۲ زره نالوستو کسانو زدهکوونکي له ۹ میاشتینو زده کړو فارغ کړل چې د پوهنې ریاست به په راتلوونکي نوي ښوونیز کال کې څه باندې ۲۷ زره ماشومان ښوونځیو ته د زده کړو لپاره جذب کړي.





