هلمند کې یو سړي خپله مېرمنه په چړو وژلې ده

د لښکرګاه ښار د  دویمې امنیتي حوزې امر څارمن حاجي ګران سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه (شنبې، د اپریل پر ۱۵مه) د دویمې امنیتي حوزې به سیمه کې یو سړي خپله مېرمنه په چړو وژلې ده.

حاجي ګران زیاته کړه، چې د مېرمنې خاوند د پولیسو له‌خوا نیول وی او څېړنې ترې کېږي، چې د کومې انګېزې له‌مخې یې خپله مېرمنه وژلې ده.

دا په هلمند کې له تېرو څوو میاشتو راپه‌دې‌خوا لومړۍ پېښه ده، چې یو سړی خپله مېرمنه په چړو وژني.

د هلمند د ښځو چارو ریاست او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خپلې پلټنې پیل کړي او تر دې مهاله رسنیو ته د ویلو له‌پاره څه جزیات نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام