هرات کې پر کورونا دوه اخته کسان مړه شول

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزی وايي، یوه ۶۵ کلنه ښځه چې پر کورونا ناروغي اخته وه درې ورځې وړاندې د دغه ولایت د کورونا د تشخیص په ځانګړي مرکز کې مړه شوه او د معاینې پایله یې پرون مثبته اعلان شوه.

د نوموړي په وینا، یو ۴۵ نارینه هم پرون مازدیګر په دغه مرکز کې ومړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ترې ورځو پر مهال په هرات کې پر کورونا ۳ اخته کسان مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، تر اوسه په دغه ولایت کې ۳۹۰ کسان پر کورونا اخته شوي چې ۱۲۹ یې ښځې دي. تر اوسه د درې ښځو په ګډون ۱۰ کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي هم دي.

اوس په هېواد کې ۱۷۰۳ کسان پر کورونا اخته شوي، ۵۷ مړه او ۲۲۰ نور بېرته رغېدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام