
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، په راتلونکیو دوو ورځو کې په افغانستان کې د روانې جګړې ۴۱ کاله پوره کېږي چې پر مهال یې افغان ښځو ډېرې ستونزې ګاللې دي.
نوموړې چې نن له حکومت او طالبانو نه د اوربند غوښتنې په اړه جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، ۸ اعشاریه ۳ سلنه مېرمنې د جګړې د قربانیانو له ډلې دي او د افغانانو هر ډول ازادي یې اخېستې ده.
سمر د جګړې له دواړو لوریو وغوښتل چې ژرترژره اوربند اعلان کړي او په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ زهین کړوخېله په هېواد کې د ټولو بدمرغیو لامل جګړه بولي او وايي، افغان ښځې نور د جګړې او د هغې غمیزې نهشي زغملی.
اړوند مطالب:
هلمندي لاریونوال: د الفتح او خالد عملیاتو پر ځای اوربند غواړو
«حکومت او طالبان دې اوربند وکړي؛ ګنې د سولې خبرې ګټه نهلري»
«افغان حکومت او طالبان دې اوربند وکړي»

نوموړې هم پر اوربند د ټینګار تر څنګ، له طالبانو او حکومت نه وغوښتل چې د خالد او الفتح عملیات ودروي.
بلهخوا د افغان ښځې شبکې غړې وايي، که اوربند وشي، په هېواد کې به له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره لار هواره شي او هغه نارینه چې غواړي سوله وکړي، دا شبکه به د مارچ اتمې ورځې په څېر یوه ورځ د نارینهوو په نوم ونوموي.
د افغان ښځو شبکې او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومت او طالبانو نه د اوربند غوښتنې په اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې چې پهکې پر دواړو لوریو غږ شوی چې د سولې خبرو ته دوام ورکړي او باید په دغو خبرو کې د ښځو رول د پام وړ وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د ملکي مرګژوبلې کچه لوړه شوې او پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې اوربند وکړي.





