
د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی نن ورځ په کابل کې د اختر شپو او ورځو د درې ورځني اوربند پرمهال ښارونو ته د طالبانو راتګ او حضور اغېز په اړه د نظر پوښتنې پایله وړاندې کړه.
د دې نظر پوښتنې پایله ښیي چې په ښارونو کې د طالبانو راڅرګندېدو ځېنې ورځپاڼه لیکونکي او خبریالان سخت وېرولي او ځانسانسوري ته یې مخه کړې وه.
د نی اجراییو رییس مجیب خلوتګر وایي، په ښارونو کې د طالبانو راڅرګندېدو د مثبت په پرتله منفي انعکاس زیات و. د ده په وینا دا نظر پوښتنه ښیي چې د رسنیو مدیران او خبریالان اوربند او له قید او شرط پرته غیرپلاني سوله د وینا ازادۍ او اطلاعاتو ته جدي خطر ګڼي.
دا نظرپوښتنه له ۶۰ انځوریزو او برېښنایي رسنیو سره په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار او جلالاباد ښارونو کې ترسره شوې ده. پوښتل شویو د اوربند په وخت د ښارونو پوځي کېدو په اړه جدي اندېښنه ښودلې او باوري وو چې دا درې ورځې هېڅ ضمانت نه و چې کومه پېښه ونهشي.
نی له افغان چارواکیو غواړي د سولې خبرو اترو، اوربند او روغې جوړې بهیر کې دې د وینا ازادي د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیسي.





