د سلېمان لایق جسد په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د علومواکاډمۍ سلاکار، شاعر، لیکوال او سیاستوال اکاډمېسن سلېمان لایق د ۹۰ کلونو په عمر په جرمنی کې ومړ او جنازه یې پرون له هغه هېواده افغانستان ته را ولېږدول شوه.

ولسمشر محمداشرف غني د ده له کورنۍ سره د غمشریکۍ ترڅنګ د هغه په مړینه خپګان ښودلی او دا یې د هېواد لپاره ستره ضایعه بللې ده. 

ګڼو افغان چارواکو، لیکوالانو، سیاستوالو او عامو خلکو هم پر خواله رسنیو د سلېمان لایق پر مړینه ویر کړی او د هغه لاسته‌راوړنې یې یادې کړې دي.

ښاغلی لایق د ۱۳۰۹ لمریز کال د تلې په ۲۱مه چې د ۱۹۳۰ میلادي کال د اکټوبر له ۱۳ سره سمون خوري، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د عبدالغني کره زېږېدلی و او په لومړي سر کې پرې د غلام‌مجدد نوم اېښودل شوی و.

نوموړي لومړنۍ زده‌کړې د پغمان په مدرسه شرعیه او حبیبیه لېسه کې او لوړې زده‌کړې یې هم د کابل پوهنتون په شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځیو کې کړې دي.

د ۱۳۳۰مو کلونو په اوږدو کې د افغانستان له کیڼ اړخه سیاسي بهیر سره له یوځای کېدو وروسته ښاغلی لایق د خلق ډیموکراټیک ګوند یو بنسټ‌اېښودونکی و. د ۱۳۴۳ کال د جدي یا مرغومي په ۱۱مه د ګوند د تاسیس په ګنګره کې هم شامل و، خو د مرکزي کمېټې غړی نه و.

سلېمان لایق د ۱۳۴۴ او ۱۳۴۸ کلونو په پارلماني ټاکنو کې هم نوماند و، خو بریالی نه شو.

د وطن ګوند د اجراییه کمېټې غړی کابل‌خان تدبیروايي، ښاغلی لایق د هېواد او سیمې په کچه یو وتلی سیاسي او فرهنګي شخصیت و.

تدبیر زیاتوي، سلېمان لایق د خلق ګوند د مرکزي کمېټې له غړیتوب ترلاسه کولو وروسته  په ۱۳۵۷ کال د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون د وزیر، په ۱۳۵۸ کال د قومونو او قبایلو وزیر او ورپسې د وطن ګوند د منشي او مرستیال په توګه دندې ترسره کړې. لایق د کورنیو جګړو پر مهال لومړی پاکستان او بیا جرمني ته کډه شوی و.

د کابل پوهنتون استاد احمد سعیدي وايي، سلېمان لایق د سیمې په کچه یو فرهنګي شخصیت و، په دواړو رسمي (پښتو او دري) ژبو یې شعرونه او کتابونه لیکلي دي.

هغه وايي، د ۹۰ کاله عمر له ډلې یې ۶۰ کاله علمي، فرهنګي، ادبي او سیاسي فعالیتونه او خدمتونه کړي چې په وینا یې، بل څوک به یې تشه ډکه نه شي کړای.

له سلېمان لایق ګڼ علمي اثار، دوه زامن او دوې لوڼې پاتې دي چې اولادونه یې له هېواده بهر ژوند کوي. د لایق مشر زوی غرزي لایق سلام‌وطندارته وویل چی پلار یی د هغو ټپونو له کبله ساه ورکړې چې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشتې په چاودنه کې چې د کابل په شش‌درک سیمه کې د دوی کور ته نږدې شوې وه، لیدلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام