د مور ورځ او د اولادونو پر وړاندې د میندو پټ تاوتریخوالی

د مور نړۍواله ورځ هرکال د هېواد په زیات شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي چې دغه ورځ په افغانستان کې هم د غبرګولي میاشتې له ۲۴ مې نېتې سره سمون خوري. په دې ورځ ټول د مور له ښېګڼو یادوي او هڅه کوي د خپلو میندو په شونډو خندا وویني او ورته وښيې چې د مورتوب ځای او ارزښت په قدر پوهیږي.

خو داسې مېرمنې هم شته چې د مور مقام او منزلت ته چندان ارزښت نه‌ورکوي. هغه خوابدې او قهرېدلې میندې چې د هېواد خراب، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي وضعیت له امله پر خپل چلند کنټرول نه‌لري د اولادونو له روزنې او تربیې بې‌خبره دي او خپل ځان او ماشومانو ارامه کولو یوازېنۍ لار تاوتریخوالی بولي.

د ماشومانو په وړاندې د یوشمېر میندو تاوتریخوالی او بې مسوولیتي کولی شي د افغان مېرمنو د زېرمه شویو عقدو خالي کولو مصداق وي.

فخریه ممتاز چې څلور ماشومان لري وايي ښايې له ماشومانو سره د میندو له تاوتریخوالي ډک او ناوړه چلند یو لامل پر میندو تېر شوی بد وخت وي.

مېرمن ممتاز باوري ده، میندې معمولا په خرابو شرایطو کې هڅه کوي پر ځان واکمنې شي او ځان ته د خپلو ماشومانو پر ځای قرار ورکړي.

د کابل رواني صحت روغتون مسوول ایمل صافۍ وايي چې د میندو له تاوتریخوالي ډک چلند د رواني اختلالاتو نښه نښانې دي او کله کله میندې هڅه کوي پر دې د خراب چلند غچ له خپلو اولادونو واخلي او پر دوی خپل زړه تش کړي.

ښاغلي صافي له ټولو میندو چې له دې حالاتو سره مخ دي وغوښتل اروا پوه او یاهم د کورنۍ سلاکار ته مراجعه وکړي.

ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي سره له دې چې منې افغانستان کې له ماشومانو سره د میندو تاوتریخوالي زیاتې پېښې شته خو وايي چې د بېلابېلو لاملونه په سبب دغه ډول تاوتریخوالی ډېر کم په اړوندو بنسټونو کې ثبت کېږي.

د هېواد مړاوی سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت له یوې خوا او له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزې ته د دولت ، ملي او نړیوالو بنسټونو لومړیتوب له بلې خوا د دې مخنیوی کوي چې د ټولنې سترګې د تاوتریخوالي پټ مورد له ماشومانو سره د میندو تاوتریخوالي ته پرانیستل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام