د جوزجان د استېناف محکمه وايي چې د دې ولایت د پوهنې ریاست د پېر په برخه کې ۶۰۰زره افغانۍ درغلي شوېده.
د جوزجان د پوهنې ریاست د ښوونځیو لهپاره د مېز او څوکیو د اخېستلو په برخه کې د شوې درغلۍ په اړه د سلاموطندار له راپور نه پوره دوې میاشتې وروسته؛ اوس د دې ولایت د استېناف محکمې تایید کړه چې د پوهنې ریاست د پېر په برخه کې ۶۰۰زره افغانۍ درغلي شوېده.
د جوزجان د استېناف محکمې رییس محمدنصیر حکیمي وايي، د دې ستونزې په اړه د څوو دولتي بنسټونو جوړ شوي پلاوي د خپلو پلټنو پایلې له ولایت مقام سره شریکې کړېدي.
د ښاغلي حکیمي په خبره، د پېرلو په برخه کې راغلی توپير ۶۰۰زره افغانۍ ښودل شوی؛ خو پهدې اړه لا هم پلټنې دوام لري.
د جوزجان د استېناف محکمې رییس همدراز وايي، که د دې ولایت پوهنې ریاست دا تفاوت ثبوت نهکړي او اسناد وړاندې نهکړي؛ دخیل کسان به قانوني مجازات شي.
لهدې مخکې د جوزجان مالي او اداري آمر محمدحلیم ساحل پهدې ریاست کې د درغلۍ په رد سره ویلي وو چې د جنسونو او تدارکاتو چارې د یو پلاوي له لوري مخ ته ځي چې په هغه کې د ملي امنیت، ولایتي شورا، مستوفیت ریاست، پوهنې ریاست او اقتصاد ریاست استازي ګډون لري.
له بل لوري د جوزجان د استېناف محکمې رییس وايي چې د عدليې ریاست د حقوقو آمر د ۱۵زره افغانیو رشوت اخېستلو په بدل کې یو کال او دوې میاشتې زنداني شوی او د سوداګرۍ ریاست د سوداګرۍ او صنایع آمر د خپلو وظیفوي صلاحیتونو نه په ګټنې په یو کال او یوې میاشتې بند محکوم شويدي.
د ده په وینا، د محکمې د یو کارکوونکي دوسیه د بډو اخېستلو په تړاو تر کار لاندې ده.
په ورته وخت کې د جوزجان ځېنې اوسېدونکي له مسوولو بنستونو غواړي چې دې قضیو ته په بېلوري ډول رسېدنه وکړي او پایلې یې له ولس سره شریکې کړي.
ورته مطالب:





