معترضان: د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزی دې د بامیان ـ میدان‌وردګ له لارې تېر شي

د بامیانو په سلګونه اوسېدونکي او د روښنايي غورځنګ غړي نن سړکونو ته راووتل او غوښتنه یې وکړه چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی دې د بامیان ـ میدان‌وردګ له لارې تېر شي.

د ۵۰۰کیلو ولټه برېښنا د انتقال موضوع له څوو کالونو راهیسې جنجالي ده.

اعتراض‌کوونکي حکومت په تبعیض تورنوي او وايي، د بامیان ـ میدان‌وردګ له لارې د تېرېدونکې برېښنا طرحه ارزانه تمامېږي.

یو معترض محمدسجاد محسني وايي، «موږ په ټولو ابعادو کې یو ډول تامین او عدالت غواړو.»

حکومت د روښنايي غورځنګ د اعتراضونو نه وروسته د سالنګ له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰کیلو ولټه برېښنا لېږد په بدل کې له دوشې ـ بامیان له لارې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال طرحه تر لاس لاندې ونیوله؛ خو د بامیانو اعتراض‌کوونکي غواړي چې د ترکمنستان ۵۰۰کیلو ولټه برېښنا له دې ولایته تېره شي.

د ولسي جرګې او روښنايي غورځنګ غړی احمدبهزاد وايي، «موږ یوازې د کورونو رڼايي نه غواړو؛ موږ غواړو چې د برېښنا د دې مزي له لېږد سره د مرکزي سیمو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د اوسپنې او ډبرو سکرو کانونه وکیندل شي.»

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حشین مرتضوي سلام‌وطندار ته وویل، حکومت په وروستیو څلورو کلونو کې خپل پام د مرکزي سیمو لویو لارو او د بامیانو برېښنا د تامین له‌پاره متمرکز کړی او ډېر ژر به په‌دې ولایت کې د برېښنا د څوو سب‌سټېشنونو د جوړېدا چارې پيل شي.

اعتراض‌کوونکیو نن په یو خپور کړي پرېکړه‌لیک کې ویلي، که غوښتنې یې ونه منل شي؛ اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د منځنۍ اسیا د برېښنا له هغو دوو خطونو څخه دی چې د اسیايي مرکزي بانک په مالي ملاتړ جوړېږي. د بامیانو د استازیو په وینا، د برېښنا دویم خط د «کاسا ـ ۱۰۰۰» په نامه د پنجشېر او پروان له لارې کابل ته لېږدول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام