
د عامې روغتیا وزارت معین احمدنعیم خان کابل کې د نفوسو نړۍوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې وویل، نږدې ۹۰ سلنه وادهشوې ښځې د اومیندوارۍ د مخنیوي لارو چارو په اړه پوهاوی لري؛ خو یوازې ۲۳ سلنه یې له دغو وسایلو نه ګټنه کوي.
د ښاغلي نعیم په وینا، دغه شمېرې به ۲۰۲۰ کال کې ۳۰ سلنې ته ورسېږي.
اخوا د اقتصاد وزیر مصطفی مستور دې غونډې ته وویل، د احصاییې ادارې شمېرې ښيي، چې ۱۹۶۸ کال کې د نفوسو پرمختګ، په کلنۍ توګه ۲۳۰ زرو ته رسېد؛ خو ۲۰۱۸ کال کې ۶۷۵ زرو ته لوړ شویدی.
ښاغلی مستور وايي، که د نفوسو پرمختګ همداسې دوام پیدا کړي؛ تر ۲۰۵۰ کاله به دوه برابره شي؛ خو د اقتصاد پرمختګ به دوه برابره نه وي او د نفوسو او اقتصاد ترمنځ دغه بېانډوله پرمختګ د اندېښنې وړ دی.
۲۰۱۷ کال کې د نړۍ نفوسو وضعیت راپور کې ـ چې د ملګروملتونو د نفوسو صندوق له لوري خپور شوی ـ راغلي چې افغانستان کې د کورنیو په تنظیم پانګونه نه یوازې د مور او ماشوم مړینه او د ماشومانو معیوبیت مخنیوي کې مهمه ده، بلکې د زېږون کچې د کمښت لهپاره هم ځانګړی ارزښت لري چې د ټولنې او کورنیو اقتصادي او ټولیز پرمختګ او هوساینې لاملېږي.





