د کابل امنیې قومانداني په نظارت‌خونه کې لومړنی کتابتون جوړ شو

 

د کابل د امنیې قومانداني په نظارت‌خونه کې تورنو کسانو ته د لومړي ځل لپاره کتابتون جوړ شو.

د دغې نظارت‌خونې مسوول ګل‌اغا قانع وايي، په یاده نظارت‌خونه کې ۳۰۰ تورن کسان دي او په وینا یې، د هېواد په کچه لومړنۍ هغه ده چې کتابتون په‌کې جوړ شو.

د نوموړي په وینا، په یاد کتابتون کې ۵۰۰ ټولنیز، فرهنګي، دیني او د ذهني معلوماتو کتابونه شته.

په همدې حال کې د کابل د امنیې قومانداني د نظارت‌خونې تورن کسان د یاد کتابتون د جوړېدو په اړه خوښي ښيي او وايي، د دغه کتابتون له جوړېدو مخکې یې ټول وخت بې‌ځایه تېرېده او په نظارت‌خونه کې یې هېڅ بوختیا نه لرله.

کورنیو چارو وزارت له دې مخکې اعلان کړی و چې د بندیانو ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ د دودولو لپاره یې داسې طرحه جوړه کړې چې پر بنسټ یې، که هر بندي یو سل مخیز کتاب ولوست او د محتوا په اړه یې ۱۰ دقیقې خبرې وکړې، د بند په موده کې به یې ۶ ورځې کموالی راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام