
د جوزجان د مرکز شبرغان اړوند د صوفيکلا کلي لسګونو ښځو نن د یاد کلي د لارې نه جوړېدو په غبرګون کې د اعتراض په توګه د درې کلیو لارې وتړلې.
معترضو ښځو چې د اعتراض په ډول یې پرلت کړی خبرداری ورکوي، تر هغې چې دولت د یادې لارې د بیارغونې چارې پیل نه کړي، د درې کلیو لارې به همداسې تړلې وساتي.
دوو معترضو ښځو سایرې او شفیقې سلاموطندار ته وویل، پر یادې لارې ماشومان تر رېکشاوو لاندې شوي او څو نور کسان ژوبل شوي هم دي؛ نو که دولت پرې کار پیل نهکړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د ټاکنو کمېسیون ودانۍ به هم وسوځوي.
په همدې حال کې یو شمېر نارینهوو هم د دې لارې یوه بله برخه تړلې او وايی، د یادې لارې د جوړېدو پیسې شخصي جیبونو ته تللي او که دولت یې چارې پیل نهکړي، دوی به ورسره پرېکون وکړي.
جوزجان کې د لاسي توکیو پلورونکیو اعتراض
جوزجان؛ د «فاسد رییس» لرې کېدل او د نوي هغه مخالفت
د جوزجان په پوهنې ریاست کې میلیوني فساد

خو د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق په نږدې راتلونکي کې د صوفيکلا لارې د جوړېدو چارو د پیلولو خبر ورکوي او وايی، د ولایت والي د سیمې له خلکو سره په دې اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
بلهخوا د جوزجان مدني فعالان وایي، د صوفيکلا لارې ترڅنګ، د شبرغان د اوو نورو کلیو لاې هم جوړې شوې نه دي او پهکار ده چې د چارو په پیلولو سره یې د خلکو ستونزې حل شي.





