
د یونیسف نوې څېړنه ښيي، که نړۍ د ماشومانو د مړینې کچې راټیټولو په برخه کې چټک پرمختګ څرګند نه کړي، د ۲۰۳۰ کال تر پایه به نږدې ۷۰ میلیونه ماشومان د ۵ کلنۍ عمر تر پوره کولو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د یونیسف اجرایوي رییس انتوني لیک وايي، په بېوزلو ماشومانو پانګونه د دې لامل کېږي، چې د هر یو ډالرو په لګونو سره د زیاتو ماشومانو ژوند وژغورو.
د نوموړي په خبره، د ماشومانو په روغتیا، ژغورنۍ او په ځانګړې توګه د محرومو ټولنو په ماشومانو پانګونه د پرمختللو ټولنو په پرتله د دوه برابره انسانانو ژوند ژغوري.
د یونیسف اجرایوي رییس وویل، په عادلانه توګه د ماشومانو په روغتیا پانګونه د لازیاتو خلکو ژوند ژغوري او د نسلونو ترمنځ به د بېوزلۍ او غربت څرخ په ټپه ودرول شي.

د دې راپور د شمېرو له مخې، افغانستان، بنګله دېش او مالاوي د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې د ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري.
راپور کاږي، چې له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۵ کلونو پورې له ۵ کلونو د کم عمره ماشومانو د مړینې په کچه کې په افغانستان کې ۵۰ سلنه، د بنګله دېش او ملاوي هېوادونو کې بیا ۷۴ سلنه کموالی راغلی دی.
دغه راز د هېواد د عامې روغتیا مسوولینو له دې مخکې ویلي و، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې له ۵ کلونو د کم عمره ماشومانو د مرګ لوړه شمېره لري.
افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې کچې په درجه بندۍ کې ۱۶مه درجه هېواد دی.
راپور زیاتوي، چې له ۵۱ هېوادونو تازه راغلي شمېرې ښيي، هغه هېوادونه چې نږدې ۸۰ سلنه د ماشومانو د مړینې پېښې په کې موجودې دي؛ په دې ټولنو کې پانګونه د پرمختللو ټولنو په پرتله درې برابره د ماشونو د ژوند ګواښ راټیتوي.





