د بامیان د ځېنو کلیو ۹۵ سلنه اوسېدونکي په نشو روږدې دي

د بامیان ولایت د ښځو چارو ریاست د دې ولایت په ورس ولسوالۍ کې د روږدو ښځو له زیاتېدو اندیښنه ښيي او وایی، د دې ولسوالۍ د شیوقل، پژندر، زیرکوه لیګان او سرسنګ کلیو۹۵ سلنه اوسېدونکي په نشه‌يي توکیو روږدي دي چې ډېرې یې مېرمنې دي.

د بامیان ولایت د ښځو ریاست د ټولنیز چارو مدیره هواګل رضایي وایي، د ورس ولسوالۍ په زیاترو کلیو کې ښځې د بېلابېلو ناروغیو د درملنې له‌پاره، لکه سر دردي، سینه‌بغل، والګي، د ملا درد او تبې له‌پاره تریاک کاروي چې دا یې د روږدي کېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.

د ورس ولسوالۍ مدني فعالان د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، زیاتره مېرمنې  د خپل خاوند له امله په نشه‌يي توکیو روږدې شوې‌دي.

د مدني فعالانو یو غړي امین دانشیار وایي، د شل بستريز روغتون په ورس ولسوالۍ کې د روږدو کسانو له‌پاره شته؛ خو مېرمنې ډاکټري نه‌لري چې د معتادو مېرمنو درملنه وکړي او د دې روغتون یو شمېر داکټران خپله په نشه‌يي توکیو روږدې دي.

د ښاغلي دانشیار په خبره په ورس ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۷۰۰ په نشه‌يي توکیو روږدي کسان شته چې شل سلنه یې مېرمنې دي. دوی له حکومته غواړي چې د روږدو مېرمنو له‌پاره ځانګړی روغتون جوړ کړي.

د بامیان ولایت له نشه‌یي توکیو سره د مبارزې مشر حسین نظري نیکپي دا اندېښنې پرځای بولي او وایي چې د روږدو کسانو او د مخدره توکو د کښت د معلومولو له‌پاره دوه ټیمونه ورغلي دي.

د ښاغلی نیکپي په وینا، د بامیان ولایت روږدو کسانو د درملنې له‌پاره یې د نشه‌یي توکیو سره د مبارزې وزارت ته د  ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو غوښتنه کړې.

د بامیانو ولایت د نشه‌یي توکیو سره د مبارزې ریاست موندنې ښيي چې په یاد ولایت کې نشه‌یي توکي نه کرل کېږي او نه هم تولید لري؛ خو قاچاقیان له ګاونډیو هېوادونو غزني او دایکندي نه دې ولایت ته نشه‌یي توکي قاچاقوي. په‌دې ورستیو کلونو کې په بامیانو کې ۵۰ زره روږدي کسان پېژندل شوي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام