یو ځل مې خپل کړه؛ نور له تا هیڅ نه غواړم

سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځورول شوې دي او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړې دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.

سکینه: تېرکال مې مېړه بندي شو. د خاوند د دوسیې تعقیب له پاره دفتر په دفتر وګرځېدمه. هر دفتر ته به تللم، یوازې له سره تېرول وو او کارونه مې یو ګام هم مخته نه وړل کېدل. کله مې چې چارې تر څارنوالۍ ورسېدلې د دوسیې د تعقیبولو پروسه کې بدلون راغی.

یو له څارنوالانو ډېر بداخلاقه او غوسه ناک و. زما په ليدلو سره یې په چلن کې بدلون راغی او په خورا نرم وضعیت سره یې څو ځلې، دفتر ته ور وبللم؛ بلاخره یې را ته کړه، چې زه له تا پیسې او ډالۍ نه غواړم، یوازې یو ځل له ما سره د څو شېبو له پاره و اوسه. له دې وروسته یې را ته وویل، چې په موخه مې پوهه شوې؟

څارنوال وویل، که غواړې، چې د مېړه دوسیه دې خلاصه شي او ته هم نوره دفتر په دفتر لالهانده ونه ګرځې زما ملګرتیا ومنه.

مژګان: نوې پلازمېنې کابل ته راغلې وم. د کابل له ټولنیز چاپېریال سره بلده نه وم. د چکر له پاره نه وم راغلې بس غوښتل مې یو مناسب کار پیداکړم او د ژوند ستونزې مې راکمې شي، زوی مې دوه نیم کلن و.

هره ورځ به مې خپل زوی وړکتون ته وړلو، یو ورځ وړکتون ته لاړمه، د وړکتون په دفتر کې ۴۵ کلن سړی ناست و، له سلام کلام سره سم یې زما د چارو او د استوګڼې د ځای په اړه پوښتنه وکړه.

له پېژندګلوۍ وروسته یې وویل، چې زه د یو کلتوري ټولنې د جوړولو په لټه کې یم او ته راته وړ مېرمن ښکارې او د کار وړاندیز يې را ته وکړ، ما هم د وزګارتیا له امله دغه وړاندیز ومانه.

په کاري دفتر کې تقریباً په اوونۍ کې دوه ځلې مو له وکیلانو او نور ټولنو سره غونډې لرلې. یوه ورځ له کاره د راستنېدو په حال کې وم، را ته یې کړه، چې د کار له پاره دې د پولې تخنیک پوهنتون ته وړم او هلته کار وکړې او هلته به تاته د د میاشتې ۱۵زره افغانۍ معاش درکړي، په دې شرط چې پر ما مهربانه وې.

خبره مې ورغبرګه کړه، چې مطلب دې څه دی؟ را ته یې وویل، له ما سره به مینه کوې.

ورته ومې ویل، چې زه واده شوې یم، ویل یې، چې پوهېږم، خو له دې موضوع سره ستونزه نه لرم؛ زما په زړه کې ځای لرې نه غواړم، چې له لاسه دې ورکړم.

له دې خبرو سره مې روح ناارامه شو او ورته مې وویل، چې زه دې کار ته اړتیا نه لرم، ځان ته دې ورته یو څوک درته پیداکړه. له موټره ښکته شوم، د دنیا رضالت ته حېرانه شوم، درې ورځې په شوک کې وم.

تر ډېره وخته هغه خبرې زما په ذهن کې ګرځېدلې. له هغې وروسته متوجه شوم، زما ذهني نړۍ، زما له چاپېرې نړۍ سره څومره توپیر لري.

شگوفه: د ژورنالیزم پوهنځي دویم کال محصله وم. د اقتصادي ستونزو د حل له پاره د کار په لټه کې وم. یوه ورځ یو له دوستانو مې یوې موسسې ته د کار له پاره ورمعرفي کړم. دفتر سلاکار له خوا را نه مرکه واخیستل شوه او په سبا یې کار ته وروغوښتلم. خو سلاکار د کار د لومړۍ ورځې له پیله ځورولم، تل به یې راته زنګ واهه او د مبایل له لارې به یې پېغامونه را لېږل.

دا کار تر دې حده ورسېد، چې ما ته یې غیر اخلاقي انځورونه او وېډیوګانې را لېږلې. په بله ورځې یې د کار دفتر ته ورغلم، ورته مې وویل، له دې ځورونو دې موخه څه ده او له خپله دغه کاره نه شرمېږې؟

زما په خبرو یې ځان کوڼ کړ. بلاخره یې د ټولو خبرو په ځواب کې را ته وویل، هر څه چې غواړې، درته چمتو کوم یې؛ موټر، پېسې، کور او نور امکانات په بدل کې یې یوځل ما سره یوځای شه.

د همدې خبرو په جریان کې خپله څوکۍ یې ورو، ورو را نږدې کوله. وېره مې ترې وشوه او په یو ډول له دفتر ووتلم او د تل له پاره مې دغه دفتر رنګ او شکل هېر کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام