.jpg)
فرید اوس ۱۷ کلن دی. ۱۵ کلن و، چې خپلسرو وسلهوالو او زورواکانو د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د ماشومتوب له لوبو او معصومیتونو محروم کړ، په پښو او لاسونو کې یې شرنګانې ور واچول، شپه او ورځ یې د خوښۍ په مجلسونو کې د دُرو په زور نڅولو.
فرید له دې زور ـ زیاتي او جبراني حالته وروسته ایران ته وتښتېد او له دوو کلونو وروسته چې هېواد ته راستون شو؛ وسلهوالو بېرته د جنسي ګټنې په پار د دوی کور کلابند کړ.
د فرید په خبره، د ده پلار یې ووهلو او دی یې ترې په زور له ځانه سره یووړ. د ده پر وینا، دا کسان د خلکو زامن په زوره بیا یي او هلته یې د وهلو او ټکولو په زور په مجلسونو کې نڅوي.
امانالله هغه څوک دی، چې پر فرید یې جنسي زورـ زیاتی کړی. امانالله د تخار د بهارک ولسوالۍ پخوانی سیمهییز قوماندان دی. فرید وايي، چې امانالله اوس هم دولتي وسلې او رنجرې لري.
فرید وايي، چې امانالله دمګړۍ درې هلکان ساتلي او د وسلو او مهماتو ترڅنګ دولتي رینجرې هم لري، چې په زور یې د خلکو زامن بیايي.
هڅه مو وکړه، چې پهدې اړه د قوماندان امانالله نظر هم واخلو؛ خو هغه خبرو ته چمتو نهشو.
محمدرضا د دې ښکارندې یو بل قرباني دی. هغه ۱۶ کاله عمر لري او د جنسي استفادې په پار له فاریابه کابل او له کابله تخار ته بیول شویدی.
محمدرضا کیسه کوي، وايي، د بهرام په نوم یو کس د جنسي استفادې او نڅا لهپاره د تخار له یوې ولسوالۍ نه بلې ولسوالۍ ته لېږدولو. د ده پر وینا، بهرام هم پر هغه څو ځلې جنسي تېری کړی. محمد رضا مجلسونو ته د تګ ـ راتګ پر مهال دوه ځلې پولیسو نیولی؛ خو هر ځل به د بشیر په نوم د یو غیرمسوول سیمهییز قوماندان په مرسته د پولیسو له بنده خوشې کېده.
محمدرضا اوسمهال له پولیسو سره بندي دی. رضا د کابل میوند واټ سره نږدې له یو هوټله په پلمه تخار ته لېږدول شوی.
د محمد رضا په خبره، هوټل نه یو سړي تخار ته د کلینرۍ په پلمه یووړ او هلته یې په یوه تیاره کوټه کې واچلولو، چې له یوې شپې وروسته امنیتي کسانو ونیولو او له ځانه سره یې یووړ.
امنیتي مسوولین وایي، چې د محمدرضا دوسیه تر څېړنې لاندې ده.
بچهبازي یوازې په لېرې پرتو کلیو او سیمو کې نهکېږي، بلکې د بچهبازۍ فلمونه ان په مرکز کې هم لاس په لاس تبادله او پلورل کېږي.
د تخار د والي ویاند سنتالله تیمور وايي، چې بچهبازي تر ډېره د دغه ولایت ینګهکلا او رستاق کې دود ده او یو شمېر سیمهییز پولیس او افسران هم په دې ناوړې ښکارندې اخته دي.
د ده په خبره، دوی قوي هوډ لري، چې پهدې برخه کې اقدام کوي؛ خو اعتراف کوي، چې تر اوسه بریالي شوي نهدي.
.jpg)
د تخار د والي ویاند پر وینا، دا ښکارنده د پخوا په پرتله کمه شوې او یو شمېر مجرمینو ته سزا ورکړل شوې؛ خو تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نهده تللې.
هڅه مو کړه، چې پهدې اړه د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نظر هم له واخلو؛ خو د دې وزارت ویاند پهدې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د بچهبازۍ په اړه په یوه څېړنه کې ویلي وو، چې د هېواد په ډېرو برخو کې ځېنې کسان یو یا څو هلکان چې عمر يي له ۱۰ تر ۱۸ کلونو پورې وي؛ د بچهبازۍ او جنسي ځورونې لهپاره ساتي.
خو سلام وطندار د دې ښکارندې ځېنې ویډیوګانې راټولې کړي، چې په هغو کې ځېنې کسان چې عمرونه يې له ۱۰ تر ۲۵ کالو پورې وي، په افغانستان کې هلکان د لغړزنۍ په توګه ساتي.
په ښکاره خو د بچهبازي پر وړاندې غبرګونونه شته؛ خو په حقیقت کې د دې ښکارندې د له منځه وړلو لهپاره لږه هڅه کېږي.
اوس هم د هېواد په ځېنو شمالي ولایتونو کې په ډېرو ودونو کې هلکان په شرنګانیو او ښځينه جامو کې ګډا ته اړ کېږي.
د تخار امنیه قوماندان جنرال فقیر محمد جوزجاني سلام وطندار ته وویل، چې ځېنې پولیس او امنیتي ځواکونه پر هلکانو بچهبازي کوي؛ خو زیاتوي، چې دغه کار ډېر خپل سري وسلهوال کوي، چې په ډېرو مواردو کې قانون تر پښو لاندې کوي.

د ده پر وینا، هڅه کوي، چې دا ډول کسان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
تخار کې مدني فعال کریم دانش وايي، د مدني ټولنې بنسټونو د دې ښکارندې د مخنیوي په موخه راپورونه خپاره کړي؛ خو د دولت د نه همکارۍ له امله هر څه په ټپه ودرېدل.
هغه هلکان چې د بچهبازۍ قرباني کېږي د لغړزني په نوم یې پېژني او هغه هلکان چې د کوم چا لهخوا نڅا ته اړ کېږي د بچهباز، باوړه او کاته په نومونو یادېږي.
د لغړزني ټول لګښت د ځوانۍ له دورې نیولې تر هغه وخته چې کار ترې اخیستل کېږي، د باوړه لهخوا ورکول کېږي او کله چې بچهباز ځان د هلک له شره خلاصوي؛ لومړی يي د سر وېښتان خریي او وروسته يي په وهلو او ټکلو له ځانه شړي.
په افغانستان کې د انساني قاچاق دا بڼه څه اوږده تاریخي مخینه نهلري او د وروستۍ نیمې پېړۍ جګړو سره د هېواد په ټولو برخو په تېره د ملېشو ترمنځ دود شوه.





