د خوست ځینو ځايي اوسېدونکیو پر زرګونو کوچیانو ښار ته د ورتګ لارې تړلي

د خوست ولایت په ببرک تاڼه او علي شېرو سیمو کې پراته کوچیان وایي له څو ورځو راهیسې د خوست لکڼو، قدمو او د علی شېرو قومونو ټوپک والو خوست ښار ته ټولې تللې لارې د دوی پرمخ تړلي دي.

د دغه کار لامل د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د ځمکې پر سره لانجه ښودل شوې ده.

د وحید او ګل په نومونو د کوچیانو دوو مشرانو سلام‌وطندار ته وویل چې د لارو بندولو له سختو ستونزو سره مخ کړي؛ خپل ناروغان ډاکتر او روغتون ته نه شي بیولی او هم یې د خوراکي توکیو زېرمې خلاصې شوي او له لوږې سره مخ دي.

خو ځایي خلک دعوه کوي، چې کوچیانو په زوره ځمکې ترې نیولي او کرلي دي؛ په وینا یې تر هغې به دا لارې تړلې وي، چې کوچیان بېرته ترې کډه شوي نه وي.

ځايي خلکو سلام‌وطندار ته وویل، محلي حکومت د دوی پر جنجالونو خبر دی او تراوسه یې هېڅ پرېکنده اقدام نه دی کړی.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ سلام‌وطندار ته په خبرو کې یاده ستونزه تایید کړه او ویې ویل، د شخړو هواري په موخه یې یو کمېسیون ټاکلی چې د دواړو غاړو ځوانان له مرچو راکوز او حلاره ورته وګوري.

په خوست کې د قومونو ترمنځ د غرونو او ځمکو پر سر لانجې کومه نوې خبره نه ده؛ د یوشمېر قومونو ترمنځ د غره پرسر لانجې له لسګونو کلونو راهیسې روانې دي چې کله نا کله یې مرګ ژوبله هم پرځای پرېښې ده.

دا داسې مهال دی چې څو میاشتې مخکې د قومي شخړو حل په موخه له پلازمېنې کابله ۸۳ کسیز پلاوی هم خوست ته تللی و، خو خوستوال وايي دغه دولتي پلاوي له لوړ لګښت سره سره  قومي شخړې حل نه شوې کړی.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام