د ښوونکیو معاشونه به د مبایل له لارې ورکول کېږي

د پوهنې او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو چارواکیو نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د مبایل له لارې د هېواد د ښوونکیو د معاشونو د ورکړې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه‌لیک له‌مخې، له‌دې وروسته به د هېواد د ښوونکیو معاشونه د مبایل له لارې د ورلېږل کېږي.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي وایي چې د مبایل له لارې د ښوونکیو د معاش ورکړه د شفافیت او د هغو د حقوقو د ورکړې چارې چټکوي.

د ښاغلي بلخي په خبره چې په لومړي ګام کې د پوهنې وزارت به ډېټابیس د بایومټریک په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته په واک کې ورکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي وویل چې قراردادي مخابراتي شرکت د ښوونکیو د معاشونو د لېږدولو په بدل کې یو اندازه پیسې اخلي.

د ښاغلي اریوبي په وینا، پخوا تر دې د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې چاره ارزول شوې‌ده او دغه ارزونه مو بریالۍ وه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر زیاته کړه، دغه چاره په لومړي سرکې په څو محدودو ولایتونو کې پلي کېږي او بیا به نور افغانستان ته وغځېږي.

د پوهنې وزارت چارواکي دا هم وايي چې د مبایل له لارې د معاش ورکړه؛ خیالي ښوونکي معلوموي او د دې فساد په مخنیوي کې ګټور تمامېږي.

د هوکړه‌لیک له‌مخې، دغه چاره د روشن او افغان بېسیم شرکتونو له لارې پلې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام