
کورونا ویروس د هېواد هر ګوټ ته رسېدلی او د هرې ورځې په تېرېدو ګڼ شمېر نور کسان هم پرې اخته کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د کورنټین او ګرځبندیز په اړه د خلکو بېپروايۍ ته په کتو خبرداری ورکوي، که ګرځبندیز په پام کې ونه نیول شي، د کورونا ویروس خپرېدل به نور هم زور واخلي او ښايي د انساني ناورین لامل شي.
بلهخوا په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره مل، د پلازمېنې په ګډون په لویو ښارونو کې ګرځبندیز محدود شوی او هر څه عادي شوي دي.
خلک وايي، په کابل او هرات کې ګرځبندیز نرم شوی، خو په ننګرهار او مزارشریف ښارونو کې په بشپړه توګه مات شوی دی.

یو شمېر خلک د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله د ګرځبندیز د ماتېدو هرکلی کوي، خو ځینې نور بیا په دې اړه اندېښنه ښيي.
منګل، محمد پناه او شهرام نظري چې د کابل، کندوز او هرات اوسېدونکي دي، سلاموطندار ته ویلي چې اوس په دغو ښارونو کې د تېر په پرتله ګرځبندیز کم شوی او خلک روغتیايي سپارښتنو ته هم پام نه کوي.
د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون غړی یارباز خان حمیدي وايي، افغانستان د کورونا پر وړاندې د مبارزې په لاره کې خالي لاس دی او د کورونا د مخینوي لپاره یوازینۍ لاره کورنټین دی.
د ولسي جرګې دغه غړی زیاتوي، اوس له کورونا سره سیاسي چلند کېږي او که دغه ویروس جدي ونه ګڼل شي، ښايي ناورین وزېږوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د خلک له لوري د روغتیا وزارت د سپارښتنو او د پولیسو د خبرداري په پام کې نه نیولو په اړه شکایت کوي او وايي، خلک باید د ځان او ټولنې د ژغورلو لپاره له پولیسو سره همکاري وکړي. دغه وزارت زیاتوي چې په کابل کې لاهم ګرځبندیز شته او پولیسو خپل مسوولیت پر ځای کړی دی.





