” د کابل تحصن کوونکو پر وړاندې د حکومت اعلامیه ټکوونکې ده “

د ولسي جرګې ځينې غړي او د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې د کابل تحصن کوونکو پر وړاندې د افغان حکومت اعلامیه ټکوونکې ده.

 افغان حکومت د چهار شنبې پر ورځ د کابل تحصن کوونکو په تړاو اعلامیه خپره کړې، چې په یوه برخه کې يې راغلي، که اعتراض کوونکي د کابل ښار له سړکونو خپلې خیمې ټولې نه کړي قانوني چلند به ورسره وکړي.

یو شمېر سیاسي شنونکي او د ولسي جرګې ځينې غړي د حکومت دغه خپره کړې اعلامیه ټکوونکې او استبدادي بولي.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي سلام وطندار ته وویل، چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د حکومت اعلامیه  له دموکراسي سره سمون نه‌خوری.

د مهدوي پروینا، که حکومت د خلکو مدني حرکتونو مخه ونیسي دوی به ناقانونه او تاوتریخوالي حرکتونو ته مخه کړي.

مهدوي اعتراض د هر وګړي مدني حق بولي او زیاتوي، چې حکومت باید د اعتراض کوونکو غوښتنو ته په کتو سمون راولي.

سیاسي شنونکي نظر پریاني هم په دې اند دی چې د حکومت خپره کړې اعلامیې متن ټکوونکی دی.

خو حکومت په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د امنیتي ګواښونو ته په کتو او د لارو بندیدل او کابل کې ځينو نړیوالو بنسټونو د خپلو د فترونو د تړل کېدو خبر داری ورکړی نو ځکه دې اعتراض کوونکي خپل تحصن پای ته ورسوي.

کابل کې وروستي خونړي برید په غبرګون کې لاریونونه او په سرکونو د اعتراض خیمو درولو ترڅنګ دغه اعتراض کوونکي د ولسمشر او اجرایه رېیس ګوښه کېدو سربېره د امنیتي چارواکود ګوښه کېدو غوښتنه کوي .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام