.jpg)
که څه هم کلونه کېږي چې د ښځو د پیاوړتیا او د وضعیت ښه والي لپاره میلیونونه پیسې لګېږي، خو دې هڅو بیا هم په افغانستان کې د ښځو په ژوند کې ډېر کم بدلون هم نهدی راوستی.
هر کال د مارچ اتمه یا د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ په ښو او ځانګړیو مراسمو نمانځل کېږي، خو د ښځو یوه برخه په ټولنه کې له سترګو پټه پاتې ده چې ان په دې ورځ یې هم د ژوند بدلون ته د چا فکر نه کېږي.
شکېبا مې په ډېرې سختۍ پیدا کړه، هغه ښځه چې د خپلې او کورنۍ د ګېډې مړولو لپاره خپل وجود پلوري.
دا د منځني عمر ښځه وايي چې نه د مارچ اتمه او نه هم کوم پروګرام ورته مانا لري. نوموړې دا پروګرامونه نمایشي او یوازې د هغو نجیبو ښځو لپاره بولي چې خپله بډایه او د نورو ښځو له حاله بېخبره دي.
شکېبا وايي، هېڅکله یې هم نه غوښتل چې له بېلابېلو نارینهوو سره د یوځای کېدو له لارې پیسې وګټي، خو بېوزلي او وزګارۍ د دې په څېر لسګونه نورې ښځې د خپل وجود پلورلو ته اړ کړې دي.
دا ښځه ښکلې او جزابه ده؛ غواړي چې واده وکړي، خو ډارېږي، هسې نه چې خاوند یې پرې پوه شي چې باکره نهده او خپله «پاکي» یې هم د ژوندي پاتې کېدلو قرباني کړې ده. نوموړې وايي، دا تللې لار یو طرفه ده، «پرې تلل اسانه، خو را ګرځېدل ناشوني»!
دا ښځه وايي، د پېر په بهانه له کوره راوځي او تراوسه یې هڅه کړې چې په اړه یې څوک پوه نهشي. دا او نورې ملګرې یې هڅه کوي چې خپل پېرودونکي د هغو کسانو له ډلې غوره کړي چې و یې نه پېژني. هغه وايي: «زما په څېر ښځې د نارینهوو د جنسي ارضاع وسیله دي، نه د ژوند شریکانې.»
شکېبا د مارچ اتمې په اړه هېڅ معلومات نهلري. کله مې چې د ښځو د پیاوړتیا او ظرفیت جوړونې په اړه د حکومت د پرواګرمونو په اړه ترې وپوښتل، غلې شوه او په پای کې یې لنډه، خو مانا لرونکې مسکا وکړه.
خو دا ټولې پیسې چې په بېلابېلو بهانو چې د مارچ د اتمې نمانځنه یې یوه بېلګه ده، لګول کېږي، چېرته ځي، څوک ترې ګټه اخلي او ولې د افغانستان د ښځو وضعیت لا هم تر ټولو په بد حال کې دی؟
د دې ټولو پوښتنو ځواب کېدای شي د شکېبا هاغه لنډه، خو مانا لرونکې مسکا وي.
شکېبا د دې ښځې لپاره مستعار نوم دی.





