د ننګرهار په روداتو کې ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي

چارواکي وايي، په دغه روغتون کې به د روداتو ولسوالۍ سربېره د چپرهار او هسکې مېنې ولسوالیو ناروغانو درملنه هم کیږي.

دغه پنځوس بستریز روغتون د روداتو ولسوالۍ اړوند په پېوې کنډو سیمه کې جوړېږي، چې د چپرهار، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو منځنۍ سیمه ده.

ددغه روغتون د بنسټ ډبره نن پنجشنبه (ډسمبر۱) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه.

 مراسمو ته ننګرهار والي ګلاب منګل وویل یاد روغتون پر لس جریبه ځمکه د یو نیم کال په موده کې جوړېږي، چې پر ټولو اړینو وسایلو به سمبال وي.

هغه وویل، لګښت یې ۴۴ میلیونه افغانۍ دي، چې د عامې روغتیا وزارت له پرمختیايي بودیجې  ورکول کېږي.

ځايي خلکو هم د دغه روغتون پر جوړېدو خوښي و ښوده خو اندېښنه یې دا وه، چې د ډېرو نورو په څېر دا پروژو هم نیمګړې پاتې نه شي.

اوس مهال ننګرهار کې د جلال اباد حوزوي روغتون په ګډون  ۱۲۸ روغتیايي مرکزونه شته، چې چارواکي په نږدې راتلونکي کې د څو نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو خبره هم کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام