.jpg)
سلام وطندار ته د رسېدلو لاسوندونو پر بنسټ د تخار ولایت د ینګېکلا ولسوالۍ د پولیسو پخواني امنیه قوماندان ملکاحمد تاتار یو شمېر کسانو پهدې ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۸۰ جریبه دولتي ځمکه غصب کړېده.
د تخار ولایت د عدلیې ریاست د دولت قضایاو د مدني کمېټې امریت په "۱۳۹۵/۱۱/۱۴" تاریخ په "۱۸۳۴" ګڼې مکتوب کې لیکلي دي: «د ینګېکلا ښاروالۍ اړوند ۳۸۰ جریبه موازي ځمکه چې د ملت بابا د حکومت پر مهال د میرولي جان لهخوا د ینګېکلا ښاروالۍ ته ورکړل شوېده او هر کال په اجاره ورکول کېږي … په موجوده جاري کال کې د قوماندان عبدالشکور لهخوا چې د میرجهانګیر زوی دی غصب شوېده. د دغې ځمکې عواید د عبدالشکور له لوري راټولېږي او په شخصي ډول یې مصرفوي.»
د ینګېکلا ولسوالۍ د پولیسو قوماندان نجیبالله فرخاري وايي، داسې اسناد ورسره دي، چې د ملکاحمد تاتار قوماندان عبدالشکور د میرجهانګیر زوی سلګونه جریبه دولتي ځمکه غصب کړېده.
د فرخاري په خبره، د موجودو لاسوندونو پر بنسټ تاتار په غصب شویو ځمکو د استوګنې ښارګوتي شروع کړيدي.
د تخار د والي ویاند سنتالله تیمور سلام وطندار ته وویل، چې ملکاحمد تاتار نامسووله وسلهوال دی او دغه راز د ځمکو غصب او د نشهيي توکیو په لېږد کې هم لاس لري.
د تیمور پر وینا، دولتي امکاناتو او نظامي تجهیزاتو ته د ملکاحمد تاتار د لاس رسي موضوع په پلازمېنه کې له لوړپوړیو چارواکیو سره شریکه شوېده او پهدې اړه باید د کورنیو چارو وزارت پرېکړه وکړي.
.jpg)
د کورنیو چارو وزارت ځایناستی ویاند نجیب دانش وايي، چې په تخار ولایت د دولتي ځمکو غصب له کیسې خبر دي؛ خو د قضیې د څرنګوالي په اړه باید د تخار ولایت له پولیسو پوښتنه وشي.
تېر کال د کورنیو چارو وزارت له لوري په "۱۳۹۵/۱۰/۲۲" تاریخ کې "۱۸۰" ګڼه مکتوب ورلېږل شویو، چې د تخار ولایت د ینګېکلا ولسوالۍ د پولیسو پخوانی امنیه قوماندان ملکاحمد تاتار د "ځمکو په غصب، وژنو، جنسي تېريو، د نشهيي توکیو په قاچاق او لسګونو نورو جنایتونو تورن" ښودل شویو او په هغه کې راغلي وو، چې نوموړي د ینګېکلا امنیې قوماندانۍ ټول امکانات له ځانه سره وړي دي او له دولتي امکاناتو او تجهیزاتو په بېلابېلو مسایلو، د ناامنۍ او قاچاق د عواملو په توګه یې کاروي.
د ینګېکلا ښاروال نذرالله هم د دولتي ځمکو د غصب موضوع مني؛ وايي، چې درې کاله پخوا د ملکاحمد تاتار وسلهوالو کسانو دغه ځمکې غضب کړېدي او د غصب شوې ځمکې ټولټال ۳ میلیونه افغانۍ کلني عواید خپلو شخصي جیبونو ته اچوي.
خو ملکاحمد تاتار وايي، چې یوه نومره ځمکه هم نهلري او دا ادعاوې یوزاې تورونه دي، چې د تخار والي او د ینګېکلا د امنیې قوماندان لهخوا تحریک شويدي.
تاتار له مرکزي حکومته غواړي، چې د دې ټولو قضیو د څېړلو لهپاره یو پلاوی وګوماري او تخار ولایت ته یې ورولېږي.

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیلاحمد اسیر سلام وطندار ته وویل، د ملکاحمد تاتار وسلهوالو د ځمکو بېرته راګرځولو په برخه د پولیسو د ټولو اقدامونو مخنیوی کړیدی.
د اسیر په خبره، د تخار پولیس پتېیلې ده، چې ډېر ژر د دې قضي حل وړاندې کړي.
د راپورونو له مخې، په تېرو څوو کلونو کې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې له ۲ میلیونو جریبو زیاته دولتي ځمکه غصب شوېده.
همدارنګه یو شمېر زورواکیو «د محکمو، ښاروالیو، دولتي قضایاوو او امنیتي حوزو په مرسته دولتي ځمکې عصب کړېدي.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، دغه ځمکې د جعلي اسنادو، فرمانونو، حکمونو، ارشیف ته د لاس رسي، د مالیې ورکولو پاڼو، وکالت لیکونو، وصیت لیک، خاک پولي، د وراثت سند، اظهارلیک او د نورو اثباتیه اسنادو په وسیله غصب شوېدي.





