
په کاپیسا کې امنیتي سرچینې وايي چې په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت د یوې وکیلې یوولس ساتونکو او ورور په دغه ولایت کې پر دوو ښځو ډلهييز جنسي تېری کړی دی.
یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې یادې ښځې د جمعې په ورځ کاپیسا ته د چکر لپاره تللې وې. د نوموړي په وینا، یوه ښځه د کاپیسا اوسېدونکې ده او بله هم له کابله دغه ولایت ته ورغلې وه.
سرچینې زیاته کړه، د دغو ښځو موټر پرون جمعه ناوخته په صیاد سیمه کې خراب شوی او وسلهوالو دواړه ښځې د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالي په جمالاغه سیمه کې یوه کور ته بیولي او بیا یې پرې جنسي تېری کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسلهوالو کسانو یادې ښځې له جنسي تېري وروسته په نیمه شپه کې له کوره اېستلې دي. د سرچینې په وینا، دواړه ښځې اوس له پولیسو سره دي او پر جنسي تېري د تورنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.
د کاپیسا د ښځو چارو ریاست د دې پېښې د تایید ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې پولیسو شپږ وسلهوال کسان نیولي دي.
دغه ریاست وايي چې پولیسو نور جزیات نه دي ورکړي.
د کاپیسا د کوهبند ولسوالي ولسوال سیفالرحمان خلیل او د خدیجې الهام ورور د دغې ادعا د رد ترڅنګ وايي، درې ساتونکي یې په یاده پېښه کې لاس نه لري او په کور کې وو.
هڅه مو وکړه چې د خدیجې الهام نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره و نه توانېدو.





