
د کابل ـ کندهار لویې لارې موټرچلوونکي شکایت کوي، چې د لویې لارې پر سر ترې د پولیسو امنیتي پوستو کې ناست پولیس څو ځایه په غیرقانوني ډول پیسي اخلي.
دغه موټرچلوونکي دعوه کوي، که چېرې له پولیسو سره دلیل ووایي؛ نو وهل، ټکول، سپکې سپوري او ان ډزې پرې کیږي.
ځېنې موټرچلونکي وایي پولیس دومره ناوړه چلن کوي، چې دوی نه غواړي په دغه لار تګ ـ راتګ وکړي.
دوو موټرچلوونکیو عبدالخالق او عبدالرسول سلام وطندار ته وویل، چې د زابل ولایت اړوند د هرې امنیتي پوستې ولاړ سرتېری ترې له شلو تر سلو افغانیو پورې په وچ زور غواړي، له دې پرته په وسلو ګواښل شوي او ان ډزې پرې هم شوې دي.
موټرچلوونکي زیاتوي، له هر تمځایه چې روانېږي، قوانینو ته احترام کوي؛ خو بیا هم له دغه ډول غیرقانوني کړنو سره مخېږي.

دوی وویل، چې په دې اړه یې څو ـ څو ځلې شکایت کړی؛ خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.
د زابل والي بسم الله افغانمل هم دغه ستونزه مني؛ خو وایي امنیتي مسوولانو ته یې لارښوونه کړې، چې سرغوړوونکي پولیس ونیسي او قانون ته یې وسپاري.
ښاغلي افغانمل سلام وطندار ته وویل، له دې وروسته که په یاده لاره کوم امنیتي سرتېري له کوم موټرچلوونکي یا مسافر نه غیرقانوني پیسې واخلي؛ له سخت قانوني چلن سره به مخ شي.
د ده په خبره، هر څوک چې دا کار کوي، باید قانوني سزا وویني.
پر لویو لارو د کنډو کپرو، خښ شويو ماینونو او د وسله والو غلو د راوتلو ترڅنګ د پولیسو ځورول هغه ستونزه ده، چي د موټرچلوونکي او مسافر يې اندېښمن کړي دي.
یو شمېر مسافر وايي، په هره امنیتي پوسته د شلو افغانیو له پاره اوږد انتظار يې وخت ضایع کوي او کله ناکله موټرچلوونکي د دغه ځنډ جبران له پاره پر خرابو سړکونو په سرعت سره موټر چلوي، چي له امله یې کله ناکله ټرافیکي پېښې هم رامنځته کېږي.





