د پریزا رحماني پخوانۍ مېړه جاوېد اریا د ښځو حقونو فعال دی.
اریا وايي، چې مېرمنه یې هوډ لري، د ولسي جرګې د راتلونکیو ټاکنو له پاره بیا نومانده شي. دی وايي، د پام جلبولو له پاره یې خپل اولادونه وسیله ګرځولي دي.
له سلام وطندار نه له «مېړه څخه د خپلو اولادونو د پېرېدلو» خپور شوي راپور په اړه جاوېد اریا، چې د پریزا رحماني پخوانی مېړه ګڼل کېږي، غبرګون ښودلی او د هغې څرګندونې یې دروغ ګڼلي دي.
اریا وايي، هر یو نوماند باید په ټاکنیزو سیالیو کې یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت وکړي؛ خو مېرمن رحماني د مرستندویانو او شهرت د جلبولو له پاره دغه رقم د بچیانو د پېرېدلو په بهانه مطرح کړی دی.
دی په افغانستان کې د مېرمنو ناسم حالت ته په اشارې سره وايي، د ښځو ناسم حالت د دې لامل شوی دی، چې بل هر څوک له دې حالته ناوړه ګټه واخلي او د معصومیت، بې وزلۍ او بې چاره ګۍ په ښودلو سره غواړي، شهرت ته ورسېږي.
.jpg)
ښاغلی اریا زیاتوي، هېڅوک نه شي کولی یوه مور له مورني حقه محرومه کړي او اولادونه ترې نه په زور واخلي. دی وايي، مېرمن رحماني په خپله د طلاق غوښتنه کړې وه او له خپل مهر څخه تېره شوه؛ په بدل کې یې د خپلو بچیانو د سرپرستۍ موضوع د دواړو لوریو له خوا د منل شویو شرایطو په اساس په غاړه اخیستې.
اریا زیاتوي، باوري دی، چې بل هېڅوک له موره پرته په ښه ډول د اولادونو ساتنه نه شي کولی؛ نو د خپلو درېیو اولادونو د سرپرستۍ حق يې هغې ته ورکړی دی.
د ده پر وینا، له همدې کبله مېرمن رحماني یاده کړې بیه، چې د اولادونو له پاره یې ټاکلې وه، د هغې د مهر په اندازه وه.
همدا ډول اریا د رحماني هغه ادعا چې په کوچنيوالي کې په زور ورکوژدن شوې، په کلکه ردوي او زیاتوي، د دواړو په تفاهم سره د پریزا په ۲۳ کلنۍ کې واده شوی دی.
اریا د خپلو خبرو په پای کې سلام وطندار ته وویل، چې دی څو کاله خبریال و او په ټولو مدني فعالیتونو کې یې ګډون کړی دی.
ده تر اوسه د ښځو د حقونو په دفاع کې ۱۸ مقالې لیکلي دي؛ نو دې ته په کتو سره یو څوک څنګه داسې عمل وکړي، چې مېرمن پریزا رحماني یې ادعا کړې ده؟





