
جوزجان، فاریاب او ځېنې نور شمالي ولایتونه له درېيوو ورځو راهیسې د ملي جنبش ګوند د زرګونو پلویانو د اعتراضونو شاهد دي.
معترضینو واټونو ته په راوتلو حکومتي ضد شعارونه او خبرداری ورکړ، که حکومت یې اعتراضونو ته پام ونهکړي، مدني نافرماني ته به مخه کړي.
دوه جوزجاني معترضین جوره پهلوان او اکرم جنبش وايي، که حکومت تر سبا پورې د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونهکړي؛ دولتي ودانۍ به وسوځوي او راروانو ټاکنو سره به پرېکون اعلان کړي.
له بلهخوا تخار کې هم د ملي جنبش ګوند سلګونو پلویانو د جنرال دوستم ځانګړي استازي نظامالدین قیصاري پر نیول کېدو د اعتراض په توګه د څوو ساعتونو لهپاره د کندوز – بدخشان لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې وه.
دوی په ورته وخت کې دا خبرداری هم ورکړ، تر هغو چې نظامالدین قیصاري فاریاب او جنرال دوستم هېواد ته ستون نهشي؛ خپلو مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د فاریاب ولایت د اندخوی څلورګونو ولسوالیو سلګونو اوسېدونکیو هم په مدني اعتراض سره د اقینې سوداګریز بندر وتړلو او د قیصاري خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي سلام وطندار سره په اړیکې کې د نظامالدین قیصاري خوشې کېدو په اړه څه ونه ویل؛ خو ټینګار یې وکړ چې مدني اعتراضونه د هر وطنوال حق دی خو د غونډو او دولتي ودانیو امنیت ساتنه د امنیتي ځواکونو مسوولیت بلل کېږي.
نظامالدین قیصاري په فاریاب کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان او هلته د جنرال دوستم ځانګړی استازی دی چې دوشنبه د شپې ناوخته مهال په یوې امنیتي غونډې کې ځانګړیو کوماندويي ځواکونو ونیولو.





