په سوداګریزو لوحو کې املايي ستونزې

د موټرو داخل، دېوالونه، هټي او حتا د ښاري ملي بسونو ډډې پر بېلابېلو اعلاناتو ډکې دي او د سړکونو غاړې او څلور لارې هم په سترو دړو په سوداګریزو اعلاناتو ښکلې شوې‌دي؛ خو دا ډېرې دړې املايي ستونزې لري او د یوې ښې طرحې له‌مخې نه‌دې جوړې شوي. دا سوداګریزې دړې له ښوونیزو او سوداګریزو اعلاناتو نیولې تر ژاولو پورې کوچني سوداګریز تولیدات تبلیغوي.

کابل دا مهال د خلکو د تراکم او نقلیه وسایلو د ډېروالي ترڅنګ د اعلاناتو له ننداریز حجم سره هم مخ دی. په کابل کې د ډېرو پلورنځیو دړې په انګلیسي کلمو لیکل شوي‌؛ حتا همدا انګلیسي لیکل یې هم ډېرې املايي تېروتنې لري.

یو شمېر کابل‌ښاریان وایي چې د اعلاناتو دا ډول ډېرېدل ورته بې‌تفاوته دي؛ خو ځېنې بیا وايي چې دې چارې د کابل ښار څېرې د تېرو لسو کلونو په پرتله بدرنګه کړېده. دوی وايي، که سوداګریزې دړې په سمې پښتو او پارسي املا ولیکل شي؛ د کابل په ښکلا کې به مرسته وکړي؛ خو په فرنګي/ انګلیسي دې نه لیکل کېږي.

په ښار کې د دړو تراکم د اطراف په پرتله ډېر محسوسېږي. الیاس یو کابلی ځوان دی. هغه سره مې په کارتهچهار سیمه کې ولید او د دې سوداګریزو اعلاناتو په اړه مې ترې نظر وپوښت. الیاس وايي، د دې دړو په سمو کارولو سره ښار ښکلی کېږي؛ خو په هغو کې رنګارنګي او د څوو ژبو لیکلو د دې لامل شوي چې کابل یوې پلازمېنې ته پاتې نه‌شي.

الیاس د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر سوداګریزو دړو ناسمه املا غلط‌ لوستل نه رواجوي؛ وویل، افغاني ټولنه تر اوسه د بې‌سوادو ټولنو په کتار کې حسابېږي «په‌دې کې شک نه‌شته چې د کتابونو، مجلسو، رسنیو او سوداګریزو دړو ناسمې املاوې پر غلط‌ لوستلو او یادلو اغېز لري.»

په کابل ښار کې د سوداګریزو دړې دومره ډېرې دي چې په لوستلو ـ لوستلو مې سره د دارالمان ماڼۍ ته ورسېد او هلته د اقتصاد پوهنځي له یوې زده‌کړیالې زهرا محمدي سره مخ شوم. او هغې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې له الیاسه مې پوښتلې وه؛ وویل چې هره ورځ خواه ناخواه د اعلاناتو له بېلابېلو ډولونو سره مخېږي او له ډېرو هغو نه په بې‌پروا ډول تېرېږي. هغه زیاتوي، ډېر کم اعلانات د کابل ښاریانو پام ځانته اړوي.

هغه د سوداګریزو دړو د طرحې په اړه وايي، که د اعلانونو لومړۍ غوڼدله په زړه پورې وي؛ نو د اعلان ټول جزیات لولي، «خو زیاتره د متونونو زړه راښکون او د مناسبو غونډلو لیکلو په برخو کې لټي او بېغوري کېږي؛ نو د لوستلو له‌پاره یې لېوالتیا نه لرو.»

د کابل ښار کارته‌پروان سیمې یو بل استوګن اسد نومي وايي، په سوداګریزو دړو کې له املايي تېروتنو او انګلیسي ژبې له لیکلو کرکه لري. دی له حکومته غواړي چې په پردیو ژبو لیکل شوې او له املایي غلطیو ډکې دړې له ښاره راټولې کړي او د دغو اعلاناتو سمې او معیاري لیکنې له‌پاره په یو پروګرام کار وکړي. د پلازمېنې اوسېدونکي ټینګار کوي چې افغان حکومت په تېره بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې دړو صحیح لیکلو له‌پاره یو معیار وټاکي چې د غلط لیک د ترویج مخنیوی وشي.

د ښاریانو خبرو اترو او لیدلورو اړ کړم چې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ورشم او د دوی اندېښنې او غوښتنې له مسوولانو سره شریکې کړم.

د دې وزارت ویاند صابر مومند، مې د کار په دفتر کې پيداکړ او له روغبړ وروسته یې د پوښتنې په ځواب کې راته وویل، د څوو ورازتونو او ریاستونو څخه تشکیل شوی یو کمېسیون په کابل او ولایتونو کې د سوداګریزو دړو د سمون په برخه کې کار کوي. د هغه په خبره، دغه کمېسیون هغه ‌دړې چې د ځوړندولو جواز یې له ښاروالۍ ترلاسه کړی وي؛ له املايي او محتوايي پلوه سموي.

ورځې تربلې په زیاتېدونکیو دغو سوداګریزو دړو کې املايي تېروتنې او د پردۍ ژبې کلمې زیاتې دي. د دغو تېروتنو د سمون کمېسیون په اړه مې د هغه ملګري خبره را په یاد شي: «پرېږده! د اوښ کوم ځای سم دی چې غاړه یې سمه وي.» په عادي ورځو کې هم په همدغه شمېر اعلانونو ښار پر سر اخیستی وي؛ خو د نړیوالو غونډو جوړېدو او د ټاکنیزو سیالیو پرمهال کابل ښار کې د دغو ‌دړو شمېر دومره زیاتېږي چې کابل ښا د انځورنو او شعارونو څېره ځانته غوره کوي او دغه اعلانونه تر ډېرې مودې همداسې پر ځای پاتې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام