د ۸۰سلنه خبریالانو قراردادونه «د کار قانون» خلاف دي

د افغان خبریالانو ملي اتحادیې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکیو نژدې ۸۰ سلنه قراردادونه د افغناستان د کار له قانون او د رسنۍ د تاسیس څرنګوالي او فعالیت مقررې سره ورته‌والی نه‌لري.

د دغې اتحادیې مشر فهیم دشتي وايي، د قراردادونو لاسلیکولو او د کارکوونکیو ګومارلو کې ستونزې، له خبریالانو سره د رسنیو مدیرانو نامناسب چلند، د تقاعد موضوع، بیمه، اکرامیه، اضافه‌کاري او تشویقي امتیازونه نه ورکول له هغو مواردو دي چې دغې نظر پوښتنه کې ځای شوې‌دي. د ده په وینا، د دوی په تازه نظرپوښتنه کې ۸۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې قراردادونه یې د دغو قوانینو له احکامو سره برابر نه‌دي.

نظرپوښتنه هم دارنګه ښيي چې ۸۰ سلنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د رسنیو له خاوندانو سره د خپل قرارداد هېڅ کاپي په واک کې نه‌لري.

د دې نظرپوښتنې ۸۰سلنه مرکه‌شویو ویلي، د تروریستي پېښو پوښښ او د اکرامیه حقونو په اړه د رسنیو د تاسیس څرنګوالي او د فعالیت مقررې ۹۸مه ماده کې چې کوم امتیازونه ذکر شوي؛ د رسنیو مدیرانو له لوري نه‌ورکول کېږي.

۶۰ سلنه مرکه‌شوي هم د خپلو مدیرانو له چلنده راضی نه‌دي.

خبریاله نوریه نصرت د دغو ستونزو په تاییدولو سره وايي، د خبریالانو حقونه په سمه توګه نه‌ورکول کېږي او اکثره خبریالان اړ دي چې په کمو حقونو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

اغلې نصرت د خبریالانو نوکرۍ او اضافه‌کارۍ په اړه هم شکایت کوي او وايي چې له ۸ ساعتونو د ډېر کار کولو پر مهال اضافه‌ معاش نه ورکول کېږي که په مناسبتي ورځ یا جمعه نوکري وي؛ بې‌حقوقو کار کوي.

دا نظرپوښتنه د هېواد ۲۴ ولایتونو کې د ۵۰۰ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکیو سره شوې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام