.jpg)
افغان کرېکټ ملي لوبډلې چې د لومړیو ۳ ماتو وروسته یې دویم سوپرسکس پړاو ته رسېدل هم شوني نه برېښېدل نن د مجیب ځدراڼ او شهزاد محمدي د غوره لوبو په مټ د ۲ پنځوس اوریزه ریکارډ ۲ شل اوریزه نړیوال جام ګټونکي ویسټ انډيزۍ کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې وګټلو.
د کرېکټ نړۍوالې شورا د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو لهمخې، افغان کرېکټ ملي لوبډلی نننۍ سیالۍ کې د ویسټ انډيز لهخوا د ۲۰۵ منډو هدف د لوبې په ۴۱ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او د اتلولۍ جام یې وګټلو.
د اتلولۍ جام ګټلو وړاندې افغان کرېکټ ملي لوبډلې په همدې سیالیو کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د ویسټ انډيزۍ کرېکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د راتلونکې ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو ته هم لاره پیداکړه.
.jpg)
په نننۍ سیالۍ کې ویسټ انډيزۍ لوبډلې د پچې ګټلو وروسته لومړۍ لوبه وکړه چې د مجیب ځدراڼ د ۴ او ګلبدین نایب د ۲ وېکټو په مټ ټوله لوبډله په ۴۷ اور کې د پاول د ۴۴ او هیټمایر د ۳۸ منډو سره سره په ۲۰۴ منډو وسوځېده.
په ځوابي لوبه کې افغانستان د ګلبدین نایب د ژر سوځېدو سره سره د شهزاد محمدي د ۸۴ او رحمت شاه زرمتي د ۵۱ منډو په مټ چې دواړه د کریس ګیل لهخوا وسوځول شول ټاکل شوی هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
د دغه سیالیو په پای کې شهزاد محمدي د پای لوبې خو د زمبابوې لوبډلې پاکستاني الاصله لوبغاړی سکندر رضا بیا د ټورنامنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغانستان او ویسټ انډيز د زمبابوې په کوربتوب د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په دی غوراوي پړاو سیالیو کې ۱ تمریني او ۲ رسمي سیالۍ ترسره کړې چی په ټولو کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې بریاوې خپلې کړې.
.jpg)
د زمبابوې په کوربتوب ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو ته په غوراوي پړاو کې افغانستان خپلې لومړۍ ۳ لوبې سکاټلینډ، زمبابوې او هانګ کانګ ته وبایللې او یوازې د نیپال خلاف بریا سره د دغو لوبو (سوپرسکس) ته ورسېده چې هلته یې سر په سر ۳ لوبې له ویسټ انډيز، عربي امارات او ایرلینډ څخه وګټلې او نړیوال جام ته د رسېدو ترڅنګ یې د اتلولۍ جام ګټلو لهپاره نن ویسټ انډيز ته هم پای لوبه کې ماتې ورکړه.
افغانستان د دې وړاندې یوازې ۱ ځل په ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې لوبېدلی دی او په لومړي ګډون کې د سکاټلینډ خلاف بریا په خپل نوم ثبت لري.





