په کندوز کې ښوونکیو د معاشونو ځنډېدو په غبرګون ښوونځي تړلي

د کندوز ولایت د ۶ ولسوالیو ښوونکیو ته د پوهنې وزارت له‌خوا د تېرو ۵ میاشتو تنخواوې نه دي ورکړل شوي. دغه ښوونکي وايي تر هغو چې د معتمد له لوري ورته معاشونه ورنه کړل شي؛ ښوونځي به دغه ډول تړلي وي.

د چهاردرې ولسوالي یو معترض ښوونکي محمد عظیم سلام‌وطندار ته وویل، د تنخواګانو ځنډ له امله ګڼو اقتصادي ستونزه سره مخ دي.

اعتراض کوونکي ټینګار لري، دوی ته معاشونه باید د معتمد له په واسطه ولېږل شي او د بانک له لارې د پیسو اخیستل په ورځو نوبت غواړي.

خو د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي طالبانو معترض ښوونکي اړ کړي ترڅو معاشونه د بانکي حساب پرځای د معتمد په وسیله واخلي او دغه‌‌راز د پوهنې ریاست هم دغه کار ته زمینه برابره کړې.

ورته وخت کې د کندوز پوهنې ځای ناستي رییس محمد رستم احمدي وویل د ښوونکیو غوښتنو پر بنسټ پوهنې ریاست پرېکړه وکړه چې تنخواګانې د بانکونو له لارې اجرا کړي او دا چاره د فساد مخنیوي کوي.

د ریپوټونو له‌مخې، په کندوز کې شاوخوا ۵۰۷ بابه ښوونځي دي چې ۱۲۱ هغه يې په مرکز کې فعال دي او ۳۸۶ نور يې په ولسوالیو کې دي چې له شلو ورځو راهیسې بند دي.

زیاتره هغه سیمې چې ښوونکیو يې د تنخواګانو نه ورکړې له امله اعتراض کړی د طالبانو په ولکه کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام