«د رواني ناروغیو کچه لوړه ده؛ خو مالي امکانات یې کم دي»

د عامې روغتیا وزارت د رواني ناروغۍ په برخه کې دوه ورځنی سمپوزیم جوړ کړی‌دی.

دې سمپوزیم ته د عامې روغتیا معین فدامحمد پیکان وویل، د ټول هېواد په کچه په رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر لوړ ده او د روانی ناروغیو په اړه شوې سروې ښيي چې یوه میاشت کې ۴۰ سلنه کسانو رواني فشارونه لېدلي دي.

ښاغلی پیکان وايي، سره له‌دې چې دې برخې کې د دوی مالي امکانات بسنه نه‌کوي؛ خو بیا هم هڅه کوي د یو شمېر نړۍوالو موسسو په مرسته ښه خدمات وړاندې کړي.

د هغه په وینا، رواني برخه کې تر ډیره لګښت په سلاکارانو شوی او اوس شاوخوا ۷۵۰ رواني سلاکاران او د هېواد په کچه هر ولایتي روغتون کې دوه روزل شوي مسلکی کارکوونکي موجود دي.

دا داسې مهال دی چې له‌دې مخکې سروې ښودلې وه چې تېرو کلونو کې د رواني ناروغۍ کچه ان تر ۶۰ سلنې رسېدله.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار جګړه، بې‌وزلي او ځېنې نور موارد د رواني ناروغیو مهم لاملونه بولي.

نوموړی وايي، شته امکاناتو ته په پام د عامې روغتیا وزارت د رواني ناروغیو په برخه کې کار کړی چې په وینا یې، یو لړ لاسته راوړنې هم لري. د ده په خبره، رواني خدمات په اساسي هغو کې شامل شوي او هڅه کوي چې دا خدمات نور هم پراخ کړي.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکیو په باور، دا لومړی ځل دی چې د رواني صحت په برخه کې ملي سمپوزیم جوړېږي چې د روغتیا برخې نړۍوال او ملي مسوولان په‌کې د ستونزو او حل‌لارو په اړه بحث او خبرې‌اترې کوي.

ورته مطالب:

هېواد کې له هرو دوو کسانو نه یو یې رواني ناروغ دی

نوښت‌ګر انسانان معمولا په رواني ناروغیو اخته کېږي

۶۷ سلنه افغانان رواني ناروغي لري

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام