د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره: کاغذي تذکرې غیرعادلانه وېشل شوې‌دي

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسي معین تیمورشاران د کاغذي تذکرو په وېش کې د یاد بنسټ رول په اړه د ځواب ویلو په موخه وربلل شوی‌و.

ځېنو وکیلانو وویل، سیمه‌ییز چارواکي د تذکرو په وېش کې سلیقوي چلند کوي او په ډېرو ولایتونو کې والیان او ولسوالان د تذکرو په وېش کې ګوتې وهي.

دوه وکیلان فوزیه کوفي او محمدحسین فهیمي وايي، د ځېنو ولایتونو اوسېدونکي له تذکرو پاتې دي او ځېنو نورو کې له اړتیا زیاتې تذکرې وېشل شوې‌دي.

د فهیمي په وینا، په سرپل ولایت کې تذکرې غیرعادلانه وېشل شوي. د ده په خبره، له ټولو۶۷ زرو تذکرو نه ۲۶ زره او۹۹۵ هغه وېشل شوې‌دي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسي معین تیمورشاران د کاغذي تذکرو په وېش کې د زورواکانو او سیمه‌ییزو چارواکیو لاسوهنه مني او ټینګار کوي چې د وطنوالو شکایتونو د څېړنې په موخه میکانیزم جوړېږي چې د لاسوهنو مخه ونیول شي.

ښاغلی شاران زیاتوي، تراوسه د ټول هېواد په کچه ۱میلیون، ۹۶۰ زره او ۵۶۰ تذکرې وېشل شوې‌دي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې معین په وینا، د تذکرو د وېش بهیر په ۱۶ ولایتونو کې په عادي بڼه روان دی؛ خو په ۹ ولایتونو کې له ستونزو سره مخ دی.

د ولسي جرګې لومړي نایب همایون همایون چې د نننۍ غونډې مشري یې کوله ویلي، د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره دې د ‎‎‎‎سیمه‌ییزو چارواکیو لاسوهنې مخه په کلکه ونیسي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام