مدني فعالانو په کابل کې د شهیدانو له پاره د عدالت غوښتلو په موخه د تحصن خیمه ووهله

ځينو مدني فعالانو په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې برید شهیدانو له پاره د عدالت غوښتلو په موخه د تحصن خيمه ووهله.

دوی وايي، چې حکومت باید د مکافاتو او مجازاتو اصل په ټینګه رعایت کړي او په امنیتي سکټورونو کې دې د شایسته سالارۍ له مخې ګومارنې په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

دغو فعالانو همدارنګه له حکومتي چارواکو په جدي ډول غوښتنه وکړه، چې د امنیت په برخه دې د هر ډول ناغېړیو مخه ونیسي.

د دغو فعالانو له ډلې یو تن سمیع دره يي وايي، چې د افغانستان د قوانینو پر بنسټ حکومت مکلف دی، چې د هېوادوالو د ښه ژوند او امنیت برابرولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته او جدي هلې ځلې وکړي.

دره يي وايي، چې حکومت باید د شهیدانو کورنيو ته ځواب ویوونکی وي.

همدارنګه یو بل فعال ذبیح الله شادان وايي، چې حکومت باید پرته له هر ډول ځنډ څخه هغه امنیتي چارواکي، چې د هېوادوالو د امنیت په برخه کې يې ناغيړي کړې پېدا او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي.

ذبیح الله وايي، چې نه باید د دوی رتبو او جګو مقامانو سره لحاظ وشي.

هغه زیاتوي، چې حکومت باید د شهیدانو له کورنۍ سره ژر تر ژره مرسته وکړي او د هر شهید د کورنۍ یو غړی په دنده و ګوماري.

د شهیدانو کورنۍ هم حکومت تورنوي، چې دوی ته يې جدي پام نه دی کړی او تل يې د دوی د امنیت ټينګښت په برخه ناغیړي کړې.

دوی وايي، چې د خپل کورنۍ ګټيالي یې له لاسه ورکړي او حکومت باید له دوی سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې دغه مدني فعالان له حکومته غواړي، چې دوی د پېښې د څېړلو په کمېسیون کې هم شامل کړي، ترڅو پر حکومت د خلکو د بې باورۍ کچه راکمه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبه د کابل ښار په څنډه د کمپنۍ په سیمه کې د پولیسو د اکاډمۍ  پر کاروان بریدونه وشول، چې د څو دقیقو په توپیر سره د دوو چاودنو له امله لسګونه پولیس سرتیري او عام خلک ووژل شول او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړل.

له هغه وروسته د ارګ له لوري اعلامیه خپره شوه، چې د میدان وردګ پولیسو تعلیمي مرکز د فارغانو د کاروان پر بسونو د ځانمرګي برید په هکله د څېړنو موظف پلاوي د موندونو راپور اوريدو وروسته ولسمشر پريکړه وکړه، چې د اداري معینیت دفتر رییس او د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد حسن عالمي، د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ رییس ارکان مل پاسوال عبدالمجید صادقي، د تعلیم او تربیې عمومي قوماندان پاسوال الهام وردک، د تعلیم او تربیې قوماندانۍ مرستیال مل پاسوال سردار محمد کوهدامني، د میدان وردک پولیسو تربیوي مرکز قوماندان مل پاسوال جلال الدین رګبار دندې باید و ځنډول شي او همدارنګه کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وشوه، د پنځو تنو نورو ټیټ رتبه کارکوونکو دندې چې د میدان وردک پولیسو تعلیمي مرکز فارغانو د امنیت د تامین او تصمیم نیولو مسوولیت یې درلود تعلیق شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام