غور؛ په دولتي روغتونونو کې د پيسو له ورکولو شکایت

د روغتیا وزارت د پرېکړې له‌مخې، په دولتي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو په بدل کې د پیسو اخېستلو په تړاو د غور اوسېدونکیو اعتراض کړی‌دی.

د غور یو شمېر اوسېدونکي او ناروغان د دې ولایت مرکزي روغتون پر مسوولانو نیوکه کوي او وایي چې دوی د ناروغانو درملنې په بدل کې پیسې ورکوي؛ خو سم روغتیايي خدمتونو نه وړاندې کوي.

دوی ادعا کوي چې په‌دې روغتون کې له عادي روغتیايي خدمته تر معایناتو پورې له ۲۰ تر ۵۰۰ افغانۍ اخېستل کېږي.

دغه کسان وایي، ټول اړتیایي درمل د بازار له درملتونونو رانیسي.

خو د غور ولایتي روغتون امر میراجان د فیروزکوه اوسېدونکیو د ادعا ردوي چې مهم درمل له بېرونه رانیسي او وايي چې دوی د جراحي او عاجلو ناروغانو له‌پاره یو اندازه کافي درمل لري؛ خو اضافي هغه نه‌لري. د ده په وینا، دوی هېڅ ناروغ ته نه‌دي ویلي چې د ځان له‌پاره د عملیات مواد له روغتونه بېرون وپېري.

له بله پلوه د غور عامې روغتیا رییس جمعه‌ګل یعقوبي سره له‌دې چې د دې ولایت اوسېدونکیو بې‌وزلي مني؛ خو وایي چې پیسې د کابینې د پرېکړې له‌مخې اخېستل کېږي او دا د درملني کیفیت سره مرسته کوي.

د ښاغلي یعقوبي په وینا، دولتي روغتونونه یوازې ډېرو بې‌وزلو کسانو، ځېنو ټپیانو او اومیندوارو میرمنو ته ۱۰ سلنه روغتیایي خدمتونه وړیا ورکوي.

د غور اوسېدونکي له ځايي حکومتي چارواکیو د دولتي روغتونونو وړیا خدمتونو او هم د پیسو په بدل کې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام