
د کندهار د ټاکنو کمېسیون ادعا کوي چې د ولسي جرګې یو نوماند سیدجمالاغا او د بل نوماند حمدالله نازک ورور عطاالله عطا د کمېسیون له عملیاتي مرستیال هارون کلیوال سره ناسم چلن کړی او دوی په دې اړه امنیتي ادارو ته رسمي شکایت هم کړی دی.
د دې ترڅنګ هارون کلیوال هم پر خپلې فېسبوکپاڼې داسې ویډیو خپره کړې چې دی پهکې زهیر او لوڅ سر ناست دی، یو تور څادر یې پر ځان اچولی او له ده سره د شوي چلن کیسه کوي.
کلیوال وايي، د شپې ناوخته یوه نوماند سیدجمالاغا ورته زنګ وواهه چې ورشي. د ده په وینا، دی هم ورغی او سیدجمالاغا له ورتګ سره سم ورسره د ټاکنو د درغلیو په اړه اوږدې خبرې وکړې. کلیوال زیاتوي، له ډېرو خبرو اترو وروسته مې ترې اجازه وغوښته چې کور کې مېلمانه او ناروغ لرم، باید لاړ شم، خو په وینا یې چې هغوی په تریو تندي تر ناوخته وځنډوه.

کلیوال وايي، «جمالاغا چې ټېلیفون را وکړ، زه يې کور ته ورغلم او ورته ومې ویل چې څه خدمت؟
کلیوال زیاتوي، نوموړ:ي راته راته وویل چې رايې یې ورکې شوي، په لېستونو کې یو ډول دي، خو تاسې بل ډول اعلان کړې دي.
کلیوال وړاندې وايي، ما ورته وویل چې ستاسې رايې نهدي ورکې؛ پر همدې موضوع مو ډېرې خبرې وکړې، بیا مې ورته وویل چې ځم په کور کې ناروغ او مېلمانه لرم، په همدې وخت کې یو عسکر راغی او ويې ویل چې عطاالله راغلی. «عطاالله د ولسي جرګې د یوه نوماند حمدالله نازک ورور دی.»
د کندهار د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیال وايي، کله چې کور ته د تګ په نیت ودرېدم، دا مهال عطاالله له څلورو مخ پټو کسانو سره کوټې ته راننتوت، سمدلاسه یې پر څپېړه ووهلم او کنځلې یې راته وکړې. ورپسې یې ساتونکي هم راغلل، ټولو ووهلم، بیا يې یوې خالي کوټې ته بوتلم، په کنځلو او وهلو يې راته ویل چې زموږ رایې ورکې دي.»
که څه هم هارون کلیوال په دې ویډیو کې له ده نه د بربنډې ویډیو یادونه نهده کړې، خو د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه مکتوب کې چې د دغه ولایت امنیې قومانداني، د ملي امنیت ریاست او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته لېږل شوی، د دې موضوع یادونه کړې ده.
په یاد مکتوب کې لیکل شوي، «هارون کلیوال هلته شکنجه شوی او د ټولو نافذه قوانینو او شرعي او پښتني اصولو خلاف ترې ویډیو شوې ده او ترې غوښتي یې دي چې ووايي، د کندهار او هلمند ولایتونو د ټاکنو خپلواک کمېسیونونو مشرانو درغلي کړې ده.»
خو د ولسي جرګې د نوماند حمدالله نازک ورور عطاالله عطا نن د یوې خبري غونډې پر مهال پر دوی لګېدلي تورونه رد کړل او د ټاکنو کمېسیون مسوولان یې په درغلیو تورن کړل. نوموړی دا د یوې مشخصې کړۍ له لوري د ځان پر وړاندې توطیه ګڼي.
کندهار کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون
د ملي امنیت شورا کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډولې
د کندهار په دوو ولسوالیو کې ټاکنې نه کېږي

ولسي جرګې ته نوماند سیدجمالاغا هم پرده لګېدلي تورونه نه مني او وايي، په دې اړه هېڅ ثبوت نشته او که پیدا شي، دی هر ډول ځواب ویلو ته تیار دی.
بلهخوا د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز هم مني چې له ټاکنو کمېسیونه ورته یو مکتوب رسېدلی او په اړه یې اړوندو چارو ته د څېړنې لارښوونه شوې ده.





