د خوست په ۱۳ سیمه‌ییزو رسنیو کې ښځینه کارکوونکې نه‌شته

 

دا مهال په خوست کې ۴ ټلوېزیونونه او ۹ سیمه‌ییزې راډیوګانې خپرونې کوي؛ په‌دې ټولو رسنیو کې یوه ښځینه کارکوونکې هم نه‌شته.

په خوست کې د غرغښت راډیو تلوېزیون مشر سخي‌سرور میاخېل سلام وطندار ته وویل چې په‌خپله رسنۍ کې یې ښځینه‌وو ته د ولایت د فرهنګي اړتیا تر کچې ټول شرایط او اسانتیاوې برابر کړې‌دي.

دی زیاتوي، ان د نجونو په یوه لېسه کې یې د خپرونو د ثبت په پار یوه سټوډیو هم جوړه کړې‌وه؛ خو تر اوسه په‌کې کومې مېرمنې یا جلۍ کار ته زړه نه‌دی ښه کړی.

ښاغلی میاخېل همداراز وویل چې پخوا یې ښځینه‌ کارکوونکې لرلې؛ خو له ډېر وخت راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي. دی وړاندیز کوي چې ښځینه قشر باید دا دود مات کړي او د خپل کار پر وړاندې باید دا بد فرهنګ مات کړي.

خو په خوست کې د سولې پیغام راډیو د خپرونو مسوول سجاد شاه سلام وايي چې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکیو له‌پاره ځانګړې خونه، ټرانسپورټ او ښه معاش ته اړتیا ده چې د خوست سیمه‌ییزې رسنۍ په‌دې برخه کې بې‌وسه دي.

ښاغلی سجاد شاه د کلتوري محدودیتونو تر څنګ د امنیت نه‌شتوالی او د ښځو پر وړاندې موجود ذهنیت په رسنیو کې د ښځینه قشر د کار د کموالي عمده لاملونه ګڼي.

خوست میشتې ننګرهارۍ پروانې سلام وطندار ته وویل چې په خوست کې څوک لور او خور زده‌کړو ته نه پرېږدي؛ په رسنیو کې کار کول خو لا لېرې خبره ده.

پروانه هم به رسنیو کې د ښځینه‌وو کار جدي اړتیا بولي او زیاتوي چې ښايي مېرمنې له نارینه‌وو ویاندویانو او خبریالانو سره ښې خبرې ونه‌شي کړی؛ خو له ښځینو هغو سره ښې وغږېږي، ځکه مېرمنې د مېرمنو په ژبه ښې پوهېږي او هغه ستونزې او تجربې چې مېرمنې یې لري؛ د رسنیو له لارې یې له مېرمنو سره په جرات سره شریکولی شي.

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد‌امین‌شاه الفت بیا وايي چې دوی پخوا په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکیو له‌پاره ورکشاپونه برابر کړي او هغه وخت یو شمېر ښځینه‌وو په رسنیو کې په دندو بوختې هم وې؛ خو نوموړی زیاتوي چې دا مهال په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکیو تشه د کلتوري ستونزو تر څنګ د رسنیو په نشت حساب امکاناتو دا ستونزه ډېره کړې‌ده.

دی وايي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې د عامه پوهاوي پرګرامونه او د کلتوري خنډونو د لېرې کولو له‌پاره امکانات برابرکړي.

د خوست په سیمه‌ییزو رسنیو کې نه یوازې د ښځینه کارکوونکیو د نه‌شتوالي ستونزه ډېره ده، بلکې له یو څوو تکراري ښځینه څېرو پرته په خوست کې خبریالانو ته د نظر ورکولو له‌پاره هم کومه ښځه نه حاضرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام