په غور کې ماشوم‌موټرچلوونکي او د ترافیکي پېښو زیاتوالی

همدا چې د فیروز کوه ښار سړک ته سر ورښکاره کړئ؛ سترګې به مو په هغو ماشومانو ولګېږي چې یا به موټرسایکل چلوي او یا به هم د موټر شترینګ ته ناست وي او په ډېرې ارامۍ سره به موټرواني کوي.

د بې‌سنده او د قانوني سن نه لرونکي موټر چلوونکیو ارامي؛ د ښار اوسېدونکي ډېر زیات پرېشانه کړي‌دي؛ ځکه چې هم ښاریان او هم د فیروزکوه ښار د مرکزي روغتون مسوولان په‌دې اند دي چې د پېښو ډېر عاملان ماشومان دي.

د دوی په خبره، د غور ټرافیکو مدیریت د پېښو د مخنیوي او د قانوني سن نه لرونکیو موټرچلوونکیو منعه کولو په برخه کې هېڅ هم نه‌دي کړي.

محمد مشفق او عبدالستار سنجر د فیروز کوه ښار اوسېدونکیو سلام وطندار ته وویل، غیرمجاز سرعت، د جادو او سړکونو خرابوالی او په ښار کې د ټرافیکي نښو او څراغونو نه‌شتوالی په‌دې ولایت کې د ټرافیکي پېښو یو شمېر نور لاملونه دي.

د دوی په خبره، ډېر ماشومان د بډایو کورنیو غړي دي چې موټرې یې په واک کې ورکړي او هغوی په سړکونو او ښار کې ټرافیکي اشارې او نښو ته پام نه‌کوي.

د غور د مرکزي روغتون سرطبیب محمدنصیر پارسا هم وایې، دې روغتون ته د ټرافیکي پېښو ډېر کسان کم‌عمر ماشومان دي. د ده په خبره، د روان کال له پیله تر اوسه د ټرافیکي پېښو نږدې ۱۰۰۰ تنه ټپیان ور وړل شوي چې له ډلې یې له۱۰ ډېر وژل شوي‌دي.

د غور د ټرافیکو مدیر ښاغلی محمد یعقوب ابراهیمي په فیروزکوه ښار کې د ماشومانو په موټرچلونې سترګې نه پټوي؛ خو وایي چې دوی د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او په ماشومانو د موټر چلونې بندیز لګولو په برخه کې خپلې هڅې کړي. دی زیاتوي، ټرافیکي پېښې په ښار کې د ولسي جرګې ټاکنو پرمهال د ډېرې ګڼې‌ګونې له امله ډېرې شوې‌دي.

د غور په شان ولایت کې ـ چې هلته د ټپیانو له‌پاره روغتیايي اسانتیاوې کمې دي ـ د ټرافیکې پېښو زیاتېدل ښایي ډېره ځوروونکې ځکه وي چې همدا ټپیان بیا د متخصصو ډاکټرانو او سم تشخیص د نه‌شتوالي له امله دې ته تیار وي چې د بدن غړي یې پرې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام