.jpg)
هغه څه ـ چې پرون پر کاونټرپارټ دفتر د وسلهوالو له چاودنې او برید وروسته د شهرنو پر ماشومان، ښځو او نورو اوسېدونکیو تېر شول ـ د باروتو له دود، اور د ډزو غږونو او وېره حکایت کوي.
د دې دفتر شاوخوا کې کې پرتې کورنۍ وايي، له چاودنې وروسته یې کورونه وران شوي او ښه روحي حالت نهلري.
کاونټرپارټ دفتر ته نږدې اوسېدونکی حاجي حضرت د پرونې پېښې کیسه کوي او وايي چې ترهګرو لومړی کاونټرپارټ دفتر غلط کړیو او د دوی کور ته ننوتي وو.
د ده په خبره چې په خپله په کور کې نه و؛ خو د مسیج له لارې یې له کورنۍ سره د احوال اخېستلو پوښتنه وکړه؛ خو د کورنۍ له لوري ورته وویل شول چې بریدګر یې کور ته ننوتي او په دویم او درېیم منزل کې ښکته پورته کېږي.
.jpg)
د حاجي حضرت په وینا، کورنۍ ته یې د ټلیفونونو د نه ځوابولو او په یو خاموش ځای کې د پټېدلو سپارښتنه وکړه. سره لهدې چې ترهګرو د دوی د کورنیو غړیو ته څه نه وو ویلي خو په دوی یې قیامت تېر کړ.
د کورنیو ترڅنګ دغه برید کې دوکاندارانو ته هم زیان اوښتی دی.
د کابل د شهرنو له هټیوالو څخه خلیلاحمد – چې په خپله وینا یې، چاودنې یې پر روحي حالت اغېز کړی ـ وايي، له چاودنې وروسته ټولو سمدلاسه سیمه پرېښوده؛ خو ځېنې هټي چې خلاص پاتې وو، توکي یې غلا شويدي.
د ښاروالۍ کارکوونکي ـ چې له هرې چاودنې او ځانمرګي برید وروسته د سیمې پاکولو لهپاره ځي ـ بل څه وايي.
.jpg)
د کابل ښاروالۍ کارکونکي کریمالله ـ چې د سیمې په ځای کې د سوځېدلو غوښو، لاسونو، پښو او ښيښو په پاکولو بوخت دی ـ دا حالت خورا بوږنوونکی بولي او وايي، د ده په ګډون ډېر همکاران یې په رواني تکلیف اخته شوي او د شپې له خوا وېرېږي. د ده په خبره، دا ډول پېښو ته له ورتګ وروسته په ځلونو ـ ځلونو یې زړونه بد شوي او حتا ډوډۍ یې زړه ته نه کېږي.
پرون شاوخوا ۱۲ بجې ۵ ځانمرګو بریدګرو لومړی کاونټرپارټ دفتر ته نږدې موټربم ته چاودنه ورکړه او وروسته دې دفتر ته په پرلهپسې ډول ننوتل.
د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته د تېرې ورځې تر ناوخته پورې روانه وه. دا برید طالبویاند ذبیحالله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلې ډلې کار ګڼلی دی.
کورنیو چارو وزارت ویلي، دې پېښې کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د دې اړوند:





