
خالصه د رستاق د کیشان ولسوالۍ هغه اوسېدونکې ده چې ادعا کوي دوه زامن یې وژل شويدي. اغلې خالصه تور پورې کوي چې د غیرمسوولو وسلهوالو قوماندان مخدوم کفایت الله وسلهوالو د دې دوه ځوان زامن وژلي او له وېرې يې خپل کور پرېښی او تالقانو ته یې پناه وړې ده.
اغلې خالصه وايي، بېسرپسته ده او په رستاق کې یې څوک شکایت نه اوري.
یوه میاشت مخکې د خالصې زامن قاري محیالدین او دشتيمحمد په حقوقي لانجه کې وژل شوي. د قاري محیالدین ښځه رویدا وايي چې له هغه څلور ماشومان ور پاتې دي چې اوس د غیرمسوولو وسلهوالو د ګواښ له امله له یوې اوونۍ راهیسې د تخار ولایت مرکز تالقانو کې اوسېږي او خپل کلي ته نهشي تللی.
اغلې رویدا وايي، لا هم ارامه ژوند نهلري او د غیرمسوولو وسلهوالو له لوري تهدېږي.

خو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې د رستاق پولیسو د دې دوسیې په تړاو ۳ تنه تورن کسان نیول شوي او په وینا یې، ښايي ۲ تنه نور کندوز یا درقد ته تښتېدلي وي.
له ډېرو هڅو سره سره د مخدوم کفایت الله د نظر په اخېستلو بریالي نهشولو.
چارواکي وايي، غیرمسوولې وسلهوالې ډلې د تخار د محلي حکومتوالۍ پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي. رستاق د تخار هغه ولسوالي ده چې ډېر غیرمسوول وسلهوال لري. د شمېرو لهمخې، تر ۱۰۰۰ ډېر غیرمسوول وسلهوال پهدې ولسوالۍ کې فعالیتونه کوي چې باجاخېستلو، غلاوو او قتلونو کې لاس لري.





