سږکال افغانستان ۸۰ زره داخلي بې‌ځایه شوي کډوال لري

 

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی وايي، چې سږکال افغانستان ۸۰ زره داخلي بې ځایه شوي کډوال لري او دغه بهیر لا هم روان دی.   

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ عملیاتي مرستیال "جورج اکوټ اوبو" وايي، چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو او کابل ته د را کډه شویو کورنیو حالت څېړلو له پاره افغانستان ته راغلی دی.

ده وویل، چې تېر کال په افغانستان کې ۶۲ زره کسان بې ځایه شوي وو.

هغه زیاته کړه، چې په روان کال کې شاوخوا  ۲ زره کډوال افغانستان ته را ستانه شوي او "دغه بهیر لاهم روان دی، چې تېر کال د بېرته راستنېدونکیو شمېر۶۲ زرو ته رسېد."

اکوټ اوبو زیاتوي، له څو کلونو راهیسې په پاکستان او ایران کې دوه میلیونه او ۴۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي او د ملګرو ملتونو سازمان مسوولیت لري، چې په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو حالت څېړلو او افغانستان ته د دوی په راستنېدو کې مرسته وکړي.

ناامنۍ او  وزګارتیا هغه لاملونه دي، چې سلګونه زره افغانان یې بهر ته په ناقانونه تګ ته اړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې په ۲۰۱۵ ز کال کې۳۸۰ زره افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

په روان کال کې شاوخوا ۱۵۰ زره افغانان د ټولو سختیو په منلو سره له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پر وینا، اوس هم له افغانستانه د کډوالۍ بهیر روان دی.

اکوټ اوبو له افغان چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو ملاتړ له پاره په ملي پراختیايي پروګرام کې یوه کړن‌لاره جوړه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام