
د سلاموطندار د تېرې یوې میاشتې راپورونه ښيي چې په دې میاشت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، په تېره د طالبانو له خوا د هغوی د وژلو پېښې زیاتې شوې دي.
د ښځو چارو وزارت مسوولان هم د ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تاوتریخوالي زیاتېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳ زره او ۸۷۱ پېښې ثبت شوې دي.
د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي، د ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۴ سختې پېښې چې لس یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي، ثبت شوې دي.
طالب وسلهوالو د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه د سرپُل په سنچارک ولسوالي کې د عایشې په نوم یوه ښځه چې درې ماشومان یې هم لرل، په خپل کور کې ووژله.
د سنچارک ولسوال نقیبالله دقیق وايي، طالبانو دغه ۲۸ کلنه ښځه د یادې ولسوالي په «تخایخواجه» سیمه کې وژلې ده.
د هغه په وینا، یاده ښځه د نامشروع اړیکو لرلو په تور د طالبانو د امر باالمعروف مسوول له لوري وژل شوې ده.
د سرپُل د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د وژنو ۱۵ پېښې ثبت شوې دي.
د «تخای خواجه» سیمه له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې ده.
یوه کس بیا د سنبلې میاشتې په ۲۹مه ورځ د تخار په رستاق ولسوالي کې خپله ۱۷ کلنه مېرمن ووژله. د دغې ښځې خور سلاموطندار ته ویلي، خور یې ۳۰ مرمۍ لګېدلې وه.
همدارنګه په نیمروز کې یوه کس د سنبلې په ۲۶مه خپله پخوانۍ مېرمن په چاکو ووژله او لور یې هم ټپي کړه.
په نیمروز کې یوه باوري سرچینه وايي، پېښه هغه مهال شوې چې د حسن په نوم یوه کس د قومي جرګې له لارې غوښتل چې له خپلې پخوانۍ مېرمنې نه له څو کاله بېلتون وروسته د خپلې لور سرپرستي پر غاړه واخلي، خو د هغې له مخالفت سره مخ شو.
د دې ترڅنګ، په نیمروز کې یوه بل کس خپله خور او ښینه هم وژلې وې.
د نیمروز د رسنیو دفتر سرپرست بهرام حقمل وايي، یاد کس احسانالله نومېږي چې د دغه ولایت د چهاربرجک ولسوالي په «میراباد» سیمه کې خپله خور او د مېرمنې خور په ډزو وژلې دي.
بلهخوا د کندهار امنیې قومانداني د سنبلې په ۲۶مه په دغه ولایت کې د یوې ښځې جسد پیدا کړ چې د مخ پوټکی یې اړول شوی و.
.jpg)
د کندهار د پولیسو ویاند جمالناصر بارکزي سلاموطندار ته ویلي و چې خلکو یاد جسد د کندهار ښار په «عینو مېنه» کې پیدا کړی او بیا یې پولیس پرې خبر کړي دي.
بارکزي هغه مهال ویلي و چې د پولیسو د څېړنې ډله سیمې ته تللې او تر اوسه مالومه نه ده چې یاده ښځه چا او څه وخت وژلې ده.
د بادغیس محلي مسوولان هم وايي چې طالبانو د بادغیسـهرات پر لویې لارې یوه ښځه وژلې ده.
د بادغیس د پولیسو قوماندان محفوظ وليزاده سلاموطندار ته ویلي، طالبانو یاده ښځه د سنبلې میاشتې په ۱۹مه د بادغیسـهرات پر لویې لارې وژلې ده. د هغه په وینا، پېښه په «لامان» سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، وژل شوې ښځې پخوا یو خاوند درلود چې پر نشهیي توکو روږدی او له طالبانو سره و. هغه زیاتوي، یادې ښځې د هرات په محاکمو کې د خاوند په غیاب کې طلاق اخیستی او بیا یې له بل چا سره واده کړی او همدا لامل و چې طالبانو وژلې ده.
په ورته وخت کې د کندوز د امنیې قومانداني مسوولان هم په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د یوې ښځینه پولیسې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کندوز د پولیسو ویاند هجرتالله اکبري وايي، طالبانو یاده ښځینه پولیسه چې صالحه نومېده، د خپلو ارتباطي کسانو له لوري له کندوز ښار نه د «شورهخاک» په نوم یوې سیمې ته بیولې او وروسته یې وژلې ده.
د ښځو چارو وزارت مسوولان وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۳ زره او ۸۷۱ ثبت شویو پېښو له ډلې ۷۷۰ یې مدني، ۱۱۱۴ یې د کورني تاوتریخوالي او ۲۰۶ یې هم جرمي پېښې دي.
دغه وزارت وايي، په یادو پېښو کې ۳۹۶ قضیې د مصالحې او منځګړیتوب له لارې حل شوي او د ۳۶۶ نورو لپاره وړیا مدافع وکیلان نیول شوي دي.
د ښځو چارو وزارت د مسوولانو په وینا، د کورونا ویروس خپرېدل، کورنټین، خپګان، د رواني حالت خرابېدل او د عایداتي سرچینو له لاسه ورکول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو تر ټولو مهم لاملونه دي.





