
د سولې ولسي خوځښت چې شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې له هلمنده پیل شویو؛ له څو میاشتنۍ چوپتیا وروسته نن یو ځل بیا به خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې پیل شو.
د سولې د ولسي خوځښتونو غړي وايي، له افغان حکومت سره یې خبرې شوي او د ملاتړ ډاډ یې ترلاسه کړی؛ خو په وینا یې، سره لهدې چې طالبانو ته یې څو ځلې مشران ورلېږلي؛ بیا یې هم مثبت ځواب نهدی تر لاسه کړی.
له هلمنده خوست ته تللی سمیعالله همت چې روانې جګړې کې یې د خپلې کورونۍ ۳۸ غړي وژل شوي، وايي، تر هغو به د سولې ولسي حرکت دوام ولري چې ښکېلو خواو سوله نه وي منلې.
لهدې سره ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هم د سولې په ملاتړ ولسي خوځښتونه پیل شوي.
ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت غړی معسود صاپی او کندهار کې حاجي ګلمحمد وايي، ترڅو چې د سولې خبرو ته لاره هوارېږي؛ د جګړې ښکېلې غاړې باید اروبند وکړي.
دوی همدارنګه وايي، د سولې په ملاتړ د پیل شویو ولسي حرکتونو لمن به نورو ولایتونو ته هم پرخه کړي.
خوست، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د سولې په ملاتړ ولسي خوځښټونه له څوو میاشتو ځنډ وروسته داسې مهال پیلېږي چې په وروستیو کې په سیمهییزه او نړۍواله کچه د افغانستان سولې په تړاو هڅې زیاتې شوېدي.
همداراز د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې خبرو په اړه د سیمې هېوادونو ته خپل څلورم سفر پیل کړی.





