
دوه کاله پخوا به خوست کې د دیني مدرسو طالبان په کلیو کې کور پر کور ګرځېدل او له خلکو به یې د لوی اختر قربانیو څرمنې راټولولې او بیا به یې په قاچاقي لارو پاکستان ته اړولې.
خو له دوو کلونو راهیسې چې د غلامخام خان بندر او قبایلي اجنسیو سره نورې لارې تړل شوي؛ اوس خوست ښار کې د یوې څرمنې بیه له ۱۰۰۰ کلدارو ۱۰۰ کلدارو ته راټیټه شوې او په همدې دلیل ډېر خلک څرمنې ډېرانونو ته غورځوي چې بد بوی یې اندېښنې زیاتې کړېدي.
دوه خوستوال محمد صدیق او مېرمن کامله ـ چې ګاونډیانو یې د لوی اختر د قربانیو څرمنې په خیرات کې ورکړېدي ـ سلام وطندار ته وویل چې دوی ځکه څرمنې ډېرانونو ته غورځولې دي چې ښار ته د رسولو کرایه هم نه پوره کوي.
د دوی په وینا د لارو له بندېدلو سره سم ملایانو او مدرسو هم د څرمنو له اخېستلو نه انکاري شويدي؛ خو بېوزلو کسان یې هم لویو لارو او کوڅو ته غورځوي او یو میاشت یې بویونه خېژي چې ناروغي پيدا کولی شي.

خوست کې څرمن اخېستونکي او قصابان هم د څرمنو له کاروباره خوښ نهدي. دوی وايي د پخوا په پرتله د څرمنو بازار سوړ شویدی او په وینا یې، یوازې د خپلو حلالو کړیو څارویو څرمنې کابل ته وړي او له هغه ځایه بیا ترکیې ته لېږدول کېږي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون پخوانی استاد محمد سیف سلام وطندار سره په خبرو کې دولت ته وړاندیز وکړ چې باید سوداګرو ته زمینه برابره کړي چې دې څرمنو ته د پروسېس او پر اړتیایي توکیو بدلولو فابریکې جوړې کړي.
دی زیاتوي، هغه څپلۍ او جمپرونه چې خوستوال یې کاروي، له همدې څرمنو نه په پاکستان کې جوړېږي او بېرته خوست ته راوړل کېږي.
خوستوال چې څپلې ډېرې په پښو کوي؛ نو زیاتره یې د چهارسدې او پېښورۍ څپلۍ کاروي او دا له هغو څرمنو جوړېږي چې له خوست یا نورو ولایتونو په ټیټه بیه پېښور ته وړل کېږي.





