پوهنې وزارت؛ د ۱۷ هوکړه‌لیکونو لاسلیکېدل

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال کورنیو او بهرنیو موسسو سره د ۱۵.۴ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۷ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

ښاغلی بلخي وايي، دغو هوکړه‌‌لیکونو کې د چاپېریال ساتنې او سولې په برخه کې د کمپیوټر، سواد‌ زده‌کړې، کانکور او پوهاوي ورکولو کورسونو جوړول شاملېږي.

د پوهنې وزارت سرپرست په وینا، له دغو پروګرامونو به څخه ۷۷ زره او ۶سوه زده‌کوونکي ګټه پورته کړي.

د موسسو په استازیتوب د ماشومانو ملاتړ موسسې مشر انوون مینن وايي، د پوهنې په برخه کې د همکاریو د ۱۷ هوکړه‌لیکونو لاسلیک کول، د افغانستان د پوهنې له نظام او ماشومانو څخه د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ ښکارندويي کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام